افغانستان

ملا هبت الله: د نړيوالو فشارونه «بې ګټې» دي

د طالبانو عمومي مشر ملاهبت الله اخوندزاده چې پر ښځو د محدودیتونو له امله د نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ دی، ددې ډلې د قول اردوګانو له قوماندانانو سره په کتنه کې یې ویلي نړیوال فشارونه پر طالبانو اغېزه نه لري بلکې دغو فشارونو بې باورۍ زیاتې کړې دي.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملاهبت الله په کندهار کې د دې ډلې د څو قول اردوګانو له قوماندانانو سره کتلي دي.

سرچینې وايي د طالبانو د قول اردګانو قوماندانانو له ملا هبت الله څخه د لیکو د تصفیې او په مالي برخو کې د امکاناتو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي چې ملا هبت الله د قول اردوګانو له قوماندانانو غوښتي چې «شرعي احکام» عملي کړي.

ملاهبت الله ویلي چې له ۵۰ زیاتو هېوادونو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ، چې د هغه په وینا ماته یې وخوړه او له افغانستانه ووتل.

د طالبانو مشر زیاته کړې: «که د شریعت خلاف ګام پورته کړو، نو ولس به زموږ پر وړاندې راپورته شي، نو باید د خلکو د خدمت په خاطر وېره موجوده نه وي.»

د طالبانو له خوا له زده کړو د نجونو د مخنیوي او په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو د کار له منع کولو وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې واشنګټن له طالبانو سره پر چلند او اړیکو له سره غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند دوې ورځې مخکې وویل: «د افغان مېرمنو او نجونو په وړاندې د طالبانو د «توپیري»، «بې رحمانه» او زیاتېدونکو پرېکړو وروسته له دغې ډلې سره د «چلند او اړیکو» د بیا کتنې په حال کې دي.»

تازه واشنګټن د ښځو په وړاندې د طالبانو د وروستیو محدودیتونو په غبرګون کې د دې ډلې د اوسنیو او پخوانیو چارواکو په وړاندې د امریکا د وېزو محدودیتونه لګولي دي.

د امریکا په بیانیه کې راغلي چې پر افغان مېرمنو د محدودیتونو لګولو په هکله د طالبانو دې پرېکړې، ظاهراً د امریکا په ګډون د ډیموکراسۍ ملاتړي هېوادونه تر فشار لاندې راوستي دي.

د طالبانو له خوا د ښځو د زده کړو او وروسته د دوی د کار مخنیوی د نړیوالې ټولنې له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت انتوني بلینکن ویلي چې د طالبانو پر اوسنيو او مخکینیو ځینو مشرانو او همداراز په افغانستان کې د ښځو د ځپلو پر مسوولو کسانو د وېزو اضافي محدودیتونه لګول شوي دي.

ښاغلي بلینکن ویلي «طالبان ترهغه چې بشري حقونو او د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو اساسي آزادیو ته درناوی ونه کړي، نه شي کولای د نړیوالې ټولنې درناوی او ملاتړ له ځان سره ولري.

د نجونو د زده کړو له مخنیوي وروسته په مرستندویه بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز لګولو له امله دوې اونۍ مخکې د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله امینه محمد او له هغې وروسته د دې سازمان د مرستو د برخې مسوول مارتین ګریفیتس افغانستان ته سفر وکړ. که څه هم امینې محمد له ملاهبت الله سره د کتنې غوښتنه کړې وه او آن کندهار ته یې هم سفر وکړ خو هبت الله د نوموړې او د هغې د پلاوي دا غوښتنه ونه منله او مېرمن محمد په کندهار کې د طالبانو له والي سره وکتل.

له دې مخکې طالبانو پر ښځو د محدودیتونو په اړه د نړیوالې ټولنې د نیوکو په غبرګون کې ویلي چې نړیواله ټولنه د طالبانو په «شرعي» چارو کې د لاسوهنې حل نه لري او دا ډله د دوی په وینا «د شرعي احکامو» پر بنسټ عمل کوي.