افغانستان

د پلټنو په پوستو کې د طالبانو پر ناسم چلند د خلکو نیوکې

یو شمېر کابل ښاریان د پلازمیني پر واټونو د تلاشۍ په پوستو کې د طالبانو پر چلند په نیوکې سره وايي چې دوی د پلټنې په پوستو کې له خلکو سره له تاوتریخوالي کار اخلي او د شخصي وسایل یې ګوري چې د موټرو د ګڼې ګوڼې لامل کېږي.

له غرمې وروسته درې بجې دي او ټاکل شوې چې فرید له چهارآسیاب ولسوالۍ څخه کابل ته راشي چې پر لاره د طالبانو د پلټنې له پوستې سره مخ کېږي.

هغه په دې اړه وايي چې طالبانو خلک له موټره راکوز کړل؛ خو څوک نه پوهېدل چې دوی طالبان دي که وسله وال غله.

فرید وایي: «که څه هم ما په کراره خبرې کول؛ خو طالبانو له تاوتریخوالي کار اخیست او ویل یې چې ولې دې ږیره کمه ده. ته باید بندي شې، دوی له موږ څخه نااړوندې پوښتنې کولې او زه په سختۍ وتوانېدم چې ځان ترې وژغورم.»

طالبان زموږ شخصي حریم ته ننوځي

احمد مُدبر د کابل یو بل اوسېدونکی دی. هغه د پلټنې په پوستو کې د طالبانو ناوړه چلند ته په اشارې سره وايي: «د دارالامان له لارې د څلورمې کارتې په لور روان وم چې طالبانو د تلاشۍ په پوسته کې ودرولم، د پېژندګلوۍ کارت يې وغوښت کله مې چې ورته وویل اوس راسره نشته، له تاویخوالي یې کار واخیست او وې ویل ولې دې بلوز او پتلون آغوستی، ته مسلمان نه یې ولې د لوېديځو هېوادونو تقلید کوې؟ که مې دوې نورې خبرې ورسره کړې وای، هرومرو یې وهلم.ِ»

طالبان د خلکو د ځورولو لامل کېږي

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی فیصل وایي: «له پروان ولایته کابل ته پر لاره وم، طالبانو مې ګرځنده ټلیفون چېک کړ، په ټلیفون کې مې یې شخصي عکسونه وکتل. دوی له قانون او مقرراتو هېڅ خبر نه دي، د پلټنې په ځینو پوستو کې دوی مشخصې جامې نه لري، که ورسره بحث وکړې وهي ټکوي دې.»

یوه اونۍ مخکې په خوست کې ددې ولایت مرکز ته نږدې د پلټنې پوستې ته نږدې د طالبانو د ډزو په پایله کې یو تن مړ او بل ټپي شو.

له هغې مخکې په کابل، لغمان، ننګرهار، کونړ او څو نورو ولایتونو کې هم دې ته ورته پېښې شوې چې ځاني تلفات یې لرلي دي.

د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم په دې اړه وایي، د طالبانو له خوا په ښارونو کې د خلکو بدني پلټنه یو ساده کاري بهیر نه دی دا په واقعیت کې د بیړني حالت ښودنه کوي.

هغه زیاتوي: «طالبان باید په دې برخه کې مسلکي کسان ولري او له خلکو سره له درناوي ډک چلند وکړي له ځان سره د خلکو د واټن د رامنځته کولو لامل نه شي. پوځي قانون ایجابوي، څوک چې بدني چېک کېږي باید ورسره په درناوي چلند وشي.»

موږ غوښتل په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند نظر ترلاسه کړو؛ خو نوموړی خبرو ته حاضر نه شو.

طالبانو له دې مخکې ویلي و چې خپلو ټولو غړو ته یې ځانګړی یونیفورم ورکړی؛ په داسې حال کې چې دا وقعیت نه لري او خلک د پلټنو په پوستو کې د طالبانو له ناسم چلنده شکایت لري.