سوداګري

کارپوهان: د نړیوال بانک راپور د افغانستان د اقتصاد له واقعیت سره تناقض لري

نړیوال بانک، په خپل تازه راپور کې د طالبانو ترواکمنۍ لاندې افغانستان اقتصادي سیستم مثبت ارزولی دی.

د نرخونو کمښت، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ثبات او له ګمرکونو د طالبانو د عوایدو زیاتوالی هغه موارد دي چې نړیوال بانک د طالبانو د مثبتو کړنو په توګه یاد کړي دي.

له بلې خوا، د سیاسي او اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان دا راپور د افغانستان له روان وضعیت سره په ټکر کې بولي.

د اقتصادي چارو کارپوه سیر قریشي وایي چې د نړیوال بانک راپور د ملګروملتونو سازمان او نادولتي بنسټونو له راپورونو سره په ټکر دي چې په هغې کې په افغانستان کې د بشري ناورین د زیاتوالي خبره شوې ده.

قریشي زیاتوي چې د نړیوال بانک په راپور کې د وزګارو کسانو شمېر، د پېرلو او کاري زمینو په اړه یادونه نه ده شوې او له دې امله دا راپور له نورو نړیوالو راپورونو سره په تضاد کې دی چې د افغانستان د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه خپاره شوي دي.

د اقتصادي چارو ددې کارپوه په وینا، د افغانیو د ارزښت ثبات د ملګروملتونو سازمان په نقدي مرستو پورې تړلی چې هره اونۍ افغانستان ته لېږدول کېږي: «هغه لامل چې افغانيو خپل ارزښت ثابت ساتلی، بازار ته د ډالرو وړاندې کول دي؛ ځکه هره اونۍ د افغانستان بانک له خوا بازار ته امریکایي ډالر وړاندې کوي او د افغانیو په بدل کې تبادله کېږي ترڅو افغانۍ خپل ثبات وساتي.»

نړیوال بانک په داسې حال کې د طالبانو د عوایدو له زیاتوالي او په افغانستان کې د پیسو د کمښت په اړه راپور ورکړی چې زیات شمېر افغانانو، طالبانو ته د لوړې مالیې له ورکولو شکایت کړی دی.

د اقتصادي چارو ددغه کارپوه په باور که څه هم هره اونۍ زیات شمېر پیسې د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان ته لېږدول کېږي؛ خو دغو مرستو د افغانانو پر وضعیت هېڅ اغېز نه دی کړی: «د نړیوالې ټولنې نقدې پیسې چې افغانستان ته رسېږي، په شهزاده سرای کې د افغانیو د ثبات لپاره کارول کېږي، د اسعارو انډول مصنوعي دی. د افغانیو ارزښت په مصنوعي ډول ساتل شوی او د بې وزلۍ په کمولو کې یې هېڅ مرسته نه ده کړې.»

د نړیوال بانک په راپور کې راغلي چې د حکومتي کارکوونکو معاشونه پر خپل وخت ورکړل شوي او د کارونو د ترلاسه کولو لپاره غوښتونکو شمېر کم شوی دی.

سعیدي په دې اړه وايي چې د طالبانو د واکمنۍ په بهیر کې زیات شمېر وګړو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د برحاله کارکوونکو او متقاعدینو معاشونه نه دي ورکړل شوي.

هغه زیاته کړه: «طالبانو د مالیو د راټولو په برخه کې ظالمانه چلند کړی، دوی د واټ ترڅنګ پلورونکي له ۵ تر لس زره افغانیو مالیه اخیستې ده. برېښنا هېڅ نشته خو د برېښنا د لګښت بل تر لس زره افغانۍ راغلی، ناروغۍ د زیاتېدو په حال کې دي له دې امله روښانه ده چې د نړیوال بانک راپور له منځه تش دی او پر دې راپور هېڅ باور نه لرم.»

د سیاسي چارو کارپوهان، د افغانستان په اړه د نړیوال بانک راپور پر طالبانو د نړیوال فشار یو ډول بولي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج په دې اړه وویل چې نړیوال بانک په افغانستان کې له اوسني وضعیته سترګې پتې کړې دي.

هغه وویل: «نړیوال بانک د دې راپور په خپرولو سره، په یو ډول نړۍ ته پیغام ورکوي چې افغانستان په ښه اقتصادي وضعیت کې دی ترڅو له دې هېواد سره خپلې مرستې بندې کړي؛ په داسې حال کې چې داسې نه ده او افغانان په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي.»

په خصوصي برخه کې د پانګونې کمښت

د مالوماتو له مخې، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان په خصوصي برخه کې پانګونه ډېره کمه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې یو مسوول چې نه یې غوښتل نوم یې په دې راپور کې واخیستل شي، وايي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، په هېواد کې د پانګونې کچه ډېره کمه شوې ده.

هغه ټینګار وکړ: «هېڅ سوداګر د امنیت احساس نه کوي؛ ځکه چې مالیات ډېر لوړ شوي. سوداګر د ګټې په لټه کې دي؛ خو د لوړې مالیې اخیستل، سوداګر له کارکولو او پانګونې ناهیلې کوي. سوداګریز قوانین او کړنلارې نشته. پانګه وال د خپلو پانګو له بې ځایه تلو وېره لري. دوی خپلې پیسې له هېواده بهر ته لېږدولې او دې چارې د هېواد پر اقتصادي وضعیت مستقیم اغېز کړی دی.»

تولیدوونکي له ګڼو ننګونو سره مخ دي

د کانونو او صنعت خونې اجرايي رییس عبدالکریم عظیم په داسې حال کې چې په ادارو کې د فساد له منځه تلو خبره کوي؛ خو دا مني چې تولیدونکي له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د هغه په وینا، د دوامداره برېښنا نشتوالی د تولیدي کارخونو د خاوندانو په وړاندې یوه ننګونه ده.

عظیم وايي: «شک نشته چې په افغانستان کې بې وزلي زیاته شوې، دا زیات لاملونه لري، تر ټولو اصلي لامل یې د خصوصي څانګې کمزوري کېدل دي. کارخونې باثباته برېښنا نه لري، دوی مجبور شوي خپل کارکوونکي له دندو ګوښه کړي، له بلې خوا، په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو د فعالیت درېدو هم د هېواد پر اقتصادي جوړښت ناوړه اغېز لرلی دی.»

دا په داسې حال کې دي چې د ملګروملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د بشري ناورین خبر ورکړی دی.

په هغه راپور کې چې د دې بنسټ له خوا خپور شوی راغلي چې د افغانستان د ۹۷ سلنه وګړو وضعیت خراب دی او شل میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ شوي دي.