سویلي آسیا

پېښور کې په یوه جومات کې چاودنه؛ لږترلږه ۲۹ تنه وژل شوي

انځور له ټولنیزو رسنیو.

نن دوشنبه غرمه‌مهال د پېښور ښار په یوه جومات کې د لمانځه پر مهال د لمونځ کوونکو په منځ کې چاودنه وشوه.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې په دې چاودنه کې نږدې ۲۹ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ زیات کسان ټپیان دي.

پېښور کې د اېل‌آرسي روغتون ویاند محمد عاصم د دې پېښې د تلفاتو په تایید سره ویلي، چې د ځینو ټپيان وضعیت نازک دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼه راپور ورکوي، چې دغه چاودنه دوشنبه غرمه‌مهال ۰۱:۴۰بجې د لمانځه پر مهال شوې ده. د دغه راپور له مخې د دې چاودنې پر مهال په جومات کې یو شمېر امنیتي ځواکونو حضور درلود.

په دې چاودنه کې د جومات د ودانۍ ځینې برخې نړېدلې دي او ډېری کسان، چې د لمانځه د ترسره کولو لپاره په لیکو کې ولاړ وو، تر خاورو لاندې بند پاتې دي.

هغه انځورونه چې د پاکستان په ټلویزیونونه خپرېږي، ګڼ شمېر کسان ښيي چې د ویجاړې شوې ودانۍ شاوخوا د خلکو د ژغورلو هڅه کوي.

د دې چاودنې ډول تر اوسه روښانه نه دی. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.