Uncategorized @ps افغانستان

په تېره یوه میاشت کې د مخکینیو حکومتي کارکوونکو د وژلو زیاتوالی

په ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د جمهوریت د وخت د کارکوونکو لپاره د ۲۰۲۳ کال پيل له زیاتو اندېښنو ډک دی.

دوی داسې مهال اندېښنه ښيي، چې په وروستیو دوو اونیو کې د دوی د ملګرو د وژنې لړۍ چټکه شوې ده.

د جمهوریت پرمهال په لغمان کې د ملي امنیت یو کارکوونکی، چې نه غواړي نوم یې خپور شي آمو ته وایي، سره له دې چې طالبان د عمومي بښنې دعوه کوي، خو بیا هم په سیستماتیک ډول د دوی د ملګرو د وژنې لړۍ روانه ده.

هغه وایي، طالبان لومړی د جمهوریت د وخت کارکوونکي په یوه او بل نوم بدناموي او بیا يې په مرموز ډول وژني، چې دې چارې ډېری خلک اندېښمن کړي دي.

په دې راپور کې یوازې د تېرو دوو اونیو شمېرې را اخلو، چې په کې د تېر حکومت کار کوونکي او یا یې خپلوان په هدفي ډول وژل شوي دي.

د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۹ مه نېټه د ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ داربنګ سیمه کې د شکرالله په نوم یو ځوان وسله والو کسانو وواژه او د هغه یو کوچنی زوی او لور یې ټپیان کړل.

د هغه خپلوانو رسنیو ته ویلي، چې نوموړي د تېر حکومت پرمهال په یوه امنیتي اداره کې کار کاوه او اوس یې د وژنې لامل نه دی څرګند شوی.

د جنورۍ په ۲۰مه نېټه بیا دوه پېښې وشوې، په لومړۍ پېښه کې ناپېژانده وسله والو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د جمهوریت د وخت د بشرحقونو مدیر سید فاروق پاچا لومړی له چمتلې سیمې وتښتاوه او بیا یې د لغمان په کڅونو کې وواژه.

د هغه ورور سید اختر وایي، پر ده د مخکیني حکومت پرمهال هم طالبانو څو ځله بریدونه کړي خو هغه مهال ژغورلی شوی و. نوموړی وایي چې اوس یې د وژنې لامل نه دی څرګند شوی.

د همدې ورځې په دوهمه پېښه کې بیا په لغمان کې د یوه وژل شوي ځوان مړی موندل شوی و، چې په مرمۍ وژل شوی خو هویت یې څرګند نه و.

دغه راز، د همدې میاشتې په ۲۵ مه نېتهناپېژانده وسله والو د مخکیني حکومت پرمهال په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازي نوراغا ملکزي ورور عبدالمالک ملکزی د جلال اباد ښار په څلورمه ناحیه کې وواژه.

په ۲۶مه نېټه وسله والو په ننګرهار کې د جمهوریت د وخت د ملي امنیت کارکوونکی اکرام الدین سالار زوی وژلی، چې د سرچینو د معلوماتو له مخې نوموړی د کونړ د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د شاهد په نوم د هغه یوه ملګري آمو ته وویل، سالار زوی وسله والو کسانو د ننګرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د پنج شنبې په ورځ وژلی دی.

نوموړی زیاتوي، هغه د تېر حکومت پرمهال په ملي امنیت کې دنده لرله او اوس په کور ناست هېڅ دنده یې نه لرله.

عام خلک نیوکه لري، چې د دا ډول پېښو عاملین ولې نه نیول کېږي او ولې طالبان په دې تړاو غبرګون نه ښيي.

دوی وایي، سره له دې چې طالبان په ټول هېواد کې د خوندي امنیت خبره کوي، خو دا ډول پېښې ثابتوي، چې لاهم هدفي وژنې روانې دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عبدالرازق چې د مخکیني حکومت پرمهال یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه وایي، روان حالت اندېښمن کړی او وېره لري چې هغه هم قرباني نشي.

نوموړی زیاتوي، په ننګرهار کې د جمهوریت د وخت ټول کار کوونکي په یو نه یو ډول تر ګواښ لاندې دي، چې طالبان یې باید امنیت خوندي کړي.

هغه وايي: «زه بله اندېښنه نه لرم، هره ورځ چې فېسبوک ګورم یو څوک وژل شوی وي، دا څه روان دي. که دا وسله وال هر څوک وي په کار ده چې طالبان یې مخه ونیسي او که دوی وي نو دا حالت بیا د اندېښنې وړ دی، چې له عمومې عفوې سره سره دا کار کوي.»

د نظر خاوندان هم د تېر حکومت د کار کوونکو د پرلپسې او مرموزو وژنو په اړه اندېښنه او وایي طالبانو ته په کار ده چې په پوره معنی یې مخه ونیسي او د دوی لپاره امن چاپېریال رامنځته کړي.

د نظر خاوند او حقوقپوه خادم وایي: «ډېری ځوانان اوس هم په ادارو کې کار کوي که دا کار هر څوک کوي ښه پایله نه لري، طالبان باید د دې کار جدي مخه ونیسي که یې ونه نیسي نو دا چاره ناوړه حالت رامنځته کولی شي.»

د جمهوري نظام په سقوط او د طالبانو په واکمنېدو سره د دوی مشر په ټول هېواد کې د جمهوریت د وخت کار کوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړه، خو خلک نیوکه لري چې د عمومي بښنې له اعلان سره سره خلک خوندي نه دي او طالبان یې په یوه او بله پلمه ځوروي.

هڅه مو کړه، چې په ننګرهار او لغمان کې هم د طالبانو د امنیتي ادارو نظر واخلو خو بریالي نه شو.

بل لورته بیا د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس قاري نجیب الله حنیف بیا د عامو خلکو اندېښنې بې ځایه بولي.

نوموړی وایي، په تېر کې په کونړ کې اندېښنې زیاتې وې، خو په خبره یې اوس دا ولایت خوندي او د ولس هر وګړی په ډاډه زړه ولسوالیو ته سفر کولای شي.

نوموړی زیاتوي دوی هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې ولسي خلک او یا د تېر حکومت کارکوونکی وځوروي او په وینا یې که څوک دا کار وکړي قانوني جرم دی او سزا به یې ورکړل شي.

عام خلک وایي، د تېر حکومت پرمهال د هدفي وژنو عاملین تر ډېره طالبان وو او د دې ډلې په واکمنېدو سره یې تمه لرله چې د خوندیتوب احساس وکړي، خو اوس روان وضعیت د مخکیني نظام کارکوونکي او د دوی کورنۍ سختې اندېښمنې کړې دي.