افغانستان

په ټول هېواد کې د دیني عالمانو شوراګانو د جوړېدو لپاره د طالبانو د مشر حکم

معتبرې سرچینې د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې تاییدوي چې د طالبانو ډلې مشر ملاهبت الله آخوندزاده حکم کړی، د شخړو د حل، د ټولنیزو ستونزو لپاره د حل لارو د موندلو او د «اسلامي شریعت» په رڼا کې د ښځو د  کار او فعالیت په موخه د دیني عالمانو شوراګانې جوړې شي.

له دغه حکم څخه وروسته د هېواد په ډېری ولایتونو کې د دیني عالمانو له خوا شوراګانې جوړې شوې او په نورو ولایتونو کې هم د جوړېدو په حال کې دي.

سرچینې همداراز زیاتوي چې تراوسه په څه د پاسه لسو ولایتونو کې دا شوراګانې جوړې شوې چې ټول غړي یې د طالبانو غړي او دیني عالمان دي، ددغو شوراګانو د تشکیل او جوړولو کار هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو د مشر له خوا د یوه لیک په ترلاسه کولو سره پيل شوی او په ځینو نورو ولایتونو کې هم دا بهیر د بشپړېدو په حال کې دی.

د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي، په هېواد کې د علماوو شوراګانو جوړېدل تاییدوي او وايي چې ددغو شوراګانو د جوړولو موخه، د هېوادوالو په تېره بیا ښځو د شخړو او ستونزو اوارول دي چې کار یې پیل شوی او تراوسه یوازې د شورا جوړولو د څرنګوالي او تشکیلاتو په هکله وروستۍ پرېکړه شوې ده.

هغه همداراز زیاته کړه، د طالبانو اداره به د دیني عالمانو شوراګانې په ټول هېواد کې د ښې حکومتولۍ بهیر په اړه د تصمیم نیولو په موخه جوړې کړي.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دا شوراګانې د هېوادوالو د ستونزو د اوارولو ترڅنګ، په حکومت (طالبانو اداره) کې د ښځو د کار او فعالیت د پيلېدو او همدارنګه د اسلامی شریعت په رڼا کې د نجونو د زده کړو په اړه تصمیم ونیسي.

هغه شمېرې چې آمو ټلویزیون له بېلابېلو ولایتونو څخه ددغو شوراګانو د تشکیلاتو په هکله راټولې کړې، ښيي چې دا شوراګانې یو رییس، یو اداري مرستیال او یو د شورا مرسته کوونکی او ۱۵ غړي لري چې ټول اتلس غړي کېږي.

په ځینو ولایتونو کې ددغو شوراګانو د غړو شمېر ۲۴ تنو ته رسېږي او هغه کسان چې په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له خوا ددغو شوراګانو لپاره غوره شوي، ټول د دوی د خپلې ډلې غړي دي؛ خو د طالبانو سرچینو په ټول هېواد کې د دیني عالمانو شوراګانو د جوړښت موضوع په تاییدولو سره، د تشکیلاتو د څرنګوالي او ددغو شوراګانو د واکونو په اړه ځواب نه دی ورکړی.

آمو ټلویزیون ته له بېلابېلو ولایتونو د سرچینو تاییدولو سره، دا شوراګانې تراوسه د طالبانو د مشر له خوا په کابل، کندهار، غزني، بامیان، ارزګان، هرات، زابل او بغلان ولایتونو کې جوړې شوې او ددې ډلې رییسان او غړي هم طالبانو د دغې ډلې د مشر ملاهبت الله آخوندزاده په فرمان ټاکلي دي.

طالبان په هېواد کې له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د خپلې ادارې په تشکیل او بستونو په انتصاب کې تر ډېره دیني عالمانو ته ترجېح ورکړې او ټول کارکوونکي یې پر دې اساس چې باید دیني عالمان او ددغې ډلې غړي وي په بېلابېلو بستونو کې ګماري او د ټولنې نورو وګړو ته پام نه کوي چې په دې برخه کې یې د مسلکي او تحصیل کرده کسانو نیوکې راپارولې دي.