افغانستان

کونړ کې له یو شمېر بې وزله کورنیو سره مرستې وشوې

د کونړ ولایت د مرورې، دانګام، شلطن، اسمار، ناړۍ، غازي آباد او پېچ درې ولسوالیو له هغو ۱۰۴۸ کورنیو سره چې د جګړو او طبیعي پېښو له امله زیانمنې شوې د کډوالۍ له نړیوال سازمان له لخوا نقدي او لومړنیو توکو مرسته وشوه.

د راپورونو له مخې، له هرې کورنۍ سره اوولس زره او ۵۰۰ افغانۍ نقدي او د لومړنیو توکو مرسته وشوه.

د تېر حکومت په سقوط او طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د وزګارۍ او بې وزلۍ کچه لوړه شوې او د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ګڼ شمېر کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

په دې لړ کې یو  شمېر بهرنیو مرستندویه سازمانونو او بنسټونو له افغانانو سره مرستې کړې چې په دې وروستیو کې په نادولتي موسسو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اړه د طالبانو له اعلان وروسته یو شمېر دغو بنسټونو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي دي چې دې چارې د بشردوستانه مرستو رسولو بهیر هم له خنډ سره مخ کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (آي او ام) مسوولینو وویل، په افغانستان کې هر وګړی زیانمن، بېځایه او یا هم د جګړې ښکار شوی چې اوس ټول بشري مرستو ته بیړنۍ اړتیا لري نو باید ددغو خلکو لاسنیوی وشي.

دوی زیاته کړه په تېرو لسیزو کې په کونړ کې ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو سیمو بېځایه شوې او په سختو ستونزو کې شپې ورځې تېروي.

دغه کورنۍ له یوې خوا د ژمي د یخنۍ او له بله پلوه وزګارۍ او توکو د ګرانۍ له امله د ورځنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لري.

د ناړۍ یو اوسېدونکی ساز محمد آمو ټلویزیون ته وايي: «دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ یو ماشومان مو له یخنۍ کړېږي آن دومره څه هم نشته چې د کور د تودولو لپاره ترې کار واخلو یخنۍ مو ماشومان په سینه و بغل نارغۍ اخته کړي، خوراکې توکي نشته خپلې سیمې مو پرېښې او د اسداباد په دم کلي کې مو په یوه کرايي کور کې اړولي دومره پیسې نلرو چې د کور دوه زره کرایه ورکړو.»

نوموړی له نړیوالو بنسټونو غواړي چې له دوی سره د سرپناه او خوراکي توکو مرستې وکړي.

د دانګام ولسوالۍ اوسېدونکی میر اعظم وویل: «اوس چې تازه د کډوالۍ د نړیوال سازمان له خوا راسره نغدي مرسته وشوه له دې مخکې چا هېڅ مرسته نه وه راسره کړې موږ له دغه سازمان څخه ډېر خوښ یو.»

نوموړی له مرستندویه بنسټونو غواړي چې د کونړ ولایت له ګڼ شمېر اړمنو کورنیو سره د لومړنیو توکو مرستې وکړي.

د ویلو وړ ده چې په افغانستان کې د تېرو جګړو پرمهال ډېری کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودلو ته اړ شوې دي او د اقتصادي ستونزو او خپلو کورونو په بیارغونه کې د بې وسۍ له امله په نورو سیمو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.