افغانستان

د برېښنايي تذکرو بیه درې برابره شوې ده

هېوادوال د برېښنايي تذکرو لپاره د طالبانو له خوا د زیاتو پیسو پر اخیستو نیوکه کوي او وايي، په تېر حکومت کې د برېښنايي تذکرو لپاره سل افغانۍ اخیستل کېدې، خو اوس دا پیسې درې برابره شوې دي.

دوی وایي چې د طالبانو دا کار پر بې وزله وګړو ظلم دی؛ ځکه خلک مجبور دي د برېښنايي تذکرو د اخیستو لپاره درې سوه افغانۍ ورکړي او میاشتې په تمه شي ترڅو هغه ترلاسه کړي.

خلک وايي چې طالبان د برېښنايي تذکزو لپاره د لوړمحصول له اخیستو سره سره، د وېش بهیر هم پڅ کړی او هېوادوال له نوم لیکنې او بایومتریک وروسته باید په میاشتو په تمه شي ترڅو خپل برېښنايي پېژندکارت ترلاسه کړي.

یو هېوادوال فرهاد عظیمي چې د ۱۴۰۰ کال له سلواغې میاشتې راهیسې یې د برېښنايي تذکرې اخیستو لپاره اقدام کړی او له څو میاشتو انتظار وروسته، تازه د ځان او کورنۍ د برېښنایي تذکرو په اخیستو بریالی شوی دی.

هغه د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي: «څو ځله مې د برېښنايي تذکرو بېلابېلو دفترونو او د احصایې ریاست ته مراجعه وکړه، هر ځل به چې ورتلم راته ویل به یې تراوسه مو تذکره نه د چمتو شوې او له څو میاشتې انتظار وروسته د تذکرې په  اخیستو بریالی شوم، که مې په چارواکو او طالب کارکوونکو کې څوک پېژندلای ډېر ژر به مې تذکره اخیستې وه.»

لعل محمد کارګر دی او اته کسیزه کورنۍ لري. هغه ددې په بیانولو سره چې د برېښنايي تذکرو د محصول د زیاتوالي له امله نه دی توانېدلی د ځان او کورنۍ لپاره دا تذکرې واخلي وویل: «طالبان زما له دوه کلن زوی څخه هم د تذکرې درې سوه افغانۍ وغوښتې، زه کارګر یم له کوم ځایه دوه زره او ۴۰۰ افغانۍ راوړم ترڅو ځان او بچیانو ته تذکرې واخلم، دا پر بې وزله وګړو یو ښکاره ظلم دی.»

له بلې خوا د برېښنايي تذکرو د ادارې ځایي مسوولین وایي چې دوی دا پیسې د خپلو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې او لګښتونو لپاره لوړې کړې دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اړه وايي چې په ناقانونه توګه د پیسو اخیستل او په بېلابېلو پلمو د لوړې مالیې اخیستل، په ټولنه کې د بې وزلۍ لامل کېږي. د هرې ورځې په تېرېدو سره طالبان خلک لا بې وزله کوي او د خلکو او د دې ډلې ترمنځ واټن لازیاتېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد عُمر کندزي وایي: «طالبان باید یو لړ موردونه چې محصول پرې اخلي، وړیا کړي او که وړیا هم نه کېږي، باید محصول کم واخلي ترڅو د خلکو او دولت (طالبانو ادارې) ترمنځ واټن کم شي او خلک هم د دوی له خدماتو برخمن شي.»

دا په داسې حال کې دي چې طالبانو هېوادوالو ته د پاسپورت د ورکړې بهیر درولی او خلک وایي چې کمېشنکاران هغو کسانو ته چې پاسپورت ته سخته اړتیا لري او د پیسو د ورکړې وس لري د زرو ډالرو په بدل کې د طالبانو له ادارې پاسپورت اخلي.