روغتیا

د غور ډاکتران: ددې ولایت څه د پاسه ۶۰ سلنه درمل بې کیفیته او تاریخ تېر دي

د افغانستان په لوېدېځ غور ولایت کې یو شمېر ډاکتران په دغه ولایت کې د بې کیفیته او تاریخ تېر درملو پر پلورلو نیوکه کوي او وايي چې د دې ولایت څه دپاسه ۶۰ سلنه درملتونونه له ایران او پاکستان څخه بې کیفیته درمل واردوي چې پر ناروغانو هېڅ اغېزه نه کوي.

د غور ولایت یو ډاکتر چې نه یې غوښتل په دې رپوټ کې یې نوم واخیستل شي د آمو خبریال ته وویل: «له بده مرغه چې کم کیفیته درمل په ټیټه بیه او د خلکو له اقتصاد سره سم واردوي. دا درمل پر ناروغيو هېڅ اغېز نه لري، بلکې د ناروغانو وضعیت له خرابوي.»

دا ډاکتران زیاتوي، ددې ولایت په کچه د دوی څېړنې ښيي چې د دې ولایت ښار او ولسوالیو ته څه د پاسه شپېته سلنه وارد شوي درمل بې کیفیته او تاریخ تېر دي.

نوموړي زیاته کړه: «له بده مرغه هر ناروغ چې درمل راوړي او چې وینو یې بې کیفیته دي، یو شمېر یې تاریخ تېر دي او ځینې ناروغانو ته هېڅ ګټه نه رسوي، په ځینو ولسوالیو کې دا موارد زیات شوي دي. خلک نه شي کولاي او په دې خوښ دي چې درمل یې اخیستي او کمې پیسې ترې اخیستل شوې دي.

په غور کې یو بل ډاکتر هم د نوم د نه خپرېدو په شرط د آمو خبریال ته وویل چې د دې ولایت په درملتونونو کې نیمایي درمل بې کیفیته، تقلبي او تاریخ تېر دي چې د ټیټې بیې له امله زیات پېرودونکي لري.

دغه ډاکتر وايي: «له بده مرغه شرکتونه تقلبي درمل جوړي او بسته بندي یې له اصلي سره هېڅ توپير نه لري او له قاچاقي لارو له ګاونډیو هېوادونو څخه افغانستان ته واردېږي.»

ډاکتران له طالبانو غواړي چې د دې ولایت په ټولو برخو کې د بې کیفیته او تاریخ تېر درملو د وارداتو مخه ونیسي پرته له هغې به زیات شمېر ناروغان د دغو درملو په کارولو سره ژوند له لاسه ورکړي.

طالبان بې کیفیته درملو ته هېڅ پام نه کوي

د فیروز کوه یو اوسېدونکی عبدالغني چې د خپل ناروغ د درملنې لپاره د دې ولایت یوه درملتون ته ورغلی او له درملو ډکه کڅوړه یې په لاس کې ده د درملو پلور ته د طالبانو له نه پاملرنې شکایت لري.

هغه د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې وايي: «مېرمن مې ناروغه ده، ډاکتر معاینه کړه وې ویل چې معده یې ستونزه لري، خو هغه درمل چې راکړل شوي روغتیا ته یې هېڅ ګټه نه ده رسولې.»

عبدالغني ټینګار وکړ، هر څومره درمل مې چې واخیستل هېڅ یوه یې ناروغ ته ګټه ونه کړه. نه پوهېږم چې ډاکتر نشته یا درمل بې کیفیته دي. هر ځل مې چې درمل اخیستي له ۱۲۰۰ تر دوه زره ۵۰۰ افغانۍ مې پرې ورکړې دي.

د غور اوسېدونکي د بې کیفیته او تقلبي درملو پر پلور د طالب مسوولینو د جدي څارنې غوښتونکي دي او له هغوی غواړي د بې کیفیته درملو د وارداتو مخه ونیسي او له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

د فیروز کوه یو بل اوسېدونکی محمد حیدر چې خپل دوولس کلن ماشوم یې د درملنې لپاره د فیروز کوه روغتون ته لېږدولی هم له بې کیفیته درملو او د بیو له لوړوالي شکایت لري.

هغه وايي: «کابو یوه میاشت کېږي چې زوی مې ناروغ دی. هر ځل مې چې درمل ورته اخیستی اغېزه یې نه ده پرې کړې. بیا مې ډاکتر ته راووست، دوی زحمت باسي خو وايي چې درمل بې کیفیته او تقلبي دي.»

موږ اړ یو داسې درمل راوړ چې خلک یې د پېرلو وس ولري

د غور درمل پلورونکي وایي چې دوی په هرات او کابل ولایتونو کې له کورنیو شرکتونو درمل اخلي او فیروز کوه ښار ته یې وړي.

یو درمل پلورونکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي د آمو ټلویزیون خبریال ته وايي: «موږ درمل له کورنیو شرکتونو چې له پاکستان، ایران او هند څخه یې واردوي پېرو، سوداګر د خپل کاروبار د ودې لپاره اصلي درمل نه واردوي ځکه ګران دي له همدې امله تقلبي درمل واردوي.ِ»

هغه زیاته کړه: «که موږ ګران درمل راوړو خلک یې نه اخلي اړ یو چې داسې درمل راوړو ترڅو یې خپل وپېري.»

د طالبانو له لوړې مالیې د درمل پلورونکو شکایت

له بلې خوا، په غور کې درمل پلورونکی د طالبانو له خوا د مالیو له زیاتوالي شکایت لري او وایي چې دوی په تېرو وختونو کې لږ مالیه ورکوله خو طالبانو سږ کال مالیه اته برابره زیاته کړې ده.

د غور ولایت د مرکز یو درمل پلورونکی احمد په دې اړه وايي: «موږ چې درمل ګران پلورو، له دې امله چې مالیه ورکوو، په تېرو وختونو کې موږ درې تر څلور زره افغانۍ مالیه ورکوله، خو سږ کال موږ ۲۵ زره افغانۍ مالیه ورکړه چې ډېرې پیسې دي.»

دغه درمل پلورونکي د طالبانو له ځایي مسوولینو غواړي چې د خلکو ناوړه اقتصادي وضعیت ته پام وکړي او ترڅو دوی فعالیت وکړي او د کورنیو اړتیاوې برابرې کړي.

موږ په پرلپسې توګه څارنه کوو

له بلې خوا، د غور د روغتیا ریاست لپاره د طالبانو یوه مسوول د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل چې د دوی ټیمونو تل په دې ولایت کې پر درملتونونو څارنه کړې او د ښار په درملتونونو کې هېڅ درمل پلورونکي تاریخ تېر درمل نه پلوري.

هغه وویل: «موږ هره میاشت پر درملتونونو څارنه کوو، تاریخ تېر درمل راټولوو او سوځوو یې.»

د عامې روغتیا ریاست دا مسوول زیاتوي، هېڅ سوداګر د بې کیفیته او تقلبي درملو د لېږد اجازه نه لري او د پېژندلو په صورت کې ورسره جدي او قانوني چلند کېږي.

د روغتیا ریاست دا مسوول د لوړې مالیې اخیستو په اړه څه نه وايي. په غور کې د طالبانو ځایي مسوولین همداراز په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.