افغانستان

د سړک او روغتیایي مرکز له نشتونه د بغلان د جلګې ولسوالۍ د اوسېدونکو شکایت

د بغلان جلګه ولسوالي د دې ولایت یوه لیرې پرته ولسوالي ده، چې اوسېدونکي یې د سړک او روغتیایي مرکز له نشتوالي سرټکوي.

هغوی وایي، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د دغې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو او رغنیزو چارو ته هېڅ پاملرنه ده شوې.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي، چې د دې ولسوالۍ له رامنځته کېدو راهیسې یې د رغونې لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی او ان دغه ولسوالي تر اوسه یو فعال روغتیايي مرکز هم نه لري.

د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی جمعه‌الدین وایي: «دلته هېڅ هټۍ او د پېر او پلور ځای نشته. خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. که څه ته اړتیا ولرئ، باید ترڅنګ ولسوالیو ته چې په لیرې واټن کې پرتې دي ولاړ شئ.»

د هغه په وینا په تېرو حکومتونو کې د زورواکو لاسوهنه د دې لامل شوې چې په دې ولسوالۍ کې د پېر او پلور لپاره کوم بازار جوړ نه شي.

خو د جلګې ولسووالۍ د ګُدري کلي د اوسېدونکي شیرمحمد په وینا د بازار د ځای پر سر بې‌اتفاقي د دې لامل ګرځېدلې چې تر اوسه دلته هېڅ بازار رامنځته نه شي: «څو ځله خلکو پرېکړه وکړ ترڅو خپله بازار جوړ کړي؛ خو له یو بل سره یې شخړه وکړه. چا ویل، یو ځای دې جوړ شي او بل به کوم بل ځای وړاندې کاوه.»

یو شمېر نور بیا وایي، چې ناامني په دې ولسوالۍ کې د هټیو او ودانیو د جوړېدو پروړاندې خنډ ګرځېدلې ده.

د دې ولسوالۍ د شورا وکیل جاوید وایي: «د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي، سړک نه لري، روغتیایي مرکز نه لري، خپل ناروغان په څارویو سره نورو ولسوالیو ته لېږدوي او هېڅوک پاملرنه نه ورته کوي.»

ګل محمد چې پلار یې د سړک د خرابوالي له امله نه دی توانېدلی په وخت ډاکتر ته ورسېږي، وایي: «د سړک د خرابوالي او د روغتیایي د مرکز نشتون له امله مې خپل پلار له لاسه ورکړ. ایا موږ خلک د ابادۍ حق نه لرو؟ ولې موږ ته پام نه کېږي.»

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په تېرو کلونو کې ۳۰ بستریز روغتون چې د عامې روغتیا وزارت له خوا جوړ شوی و، تر اوسه تجهیزات او روغتیایي او اداري کارکوونکي نه لري.

جلګه د افغانستان په شمال کې د بغلان ولایت له ۱۴ ولسوالیو څخه ده. جلګه ولسوالي د بغلان ولایت له درېیمې درجې ولسواليو څخه ده او ۶۲۹.۹ کیلومتره مربع مساحت لري. دغه ولسوالي د بغلان دیارلسمه لویه ولسوالي ده.

جلګه ۲۶.۹۷۱ تنه نفوس لري او له دې امله چې په یوه دره کې پرته ده،، ډېری سیمې یې د سېلابونو له ګواښ سره مخ دي او هر کال هم له همدې امله لسګونه کورونه تخریبېږي.