افغانستان

ننګرهار کې د غصب په نوم د بې وزله کورنیو کورونه نړول کېږي

ننګرهار کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په سره رود ولسوالۍ کې د سید اسحاق ګیلاني په نوم جوړ شوي ښارګوټي کې مېشتو اوسېدونکو ته وخت ورکړی، چې دا سیمه پرېږدي. تازه طالبانو په دغه ښارګوټي کې ځینې کورونه هم نړولي دی.

د نړېدلو کورونو خاوندان وایي چې دوی د پيسو په بدل کې دا ځمکې په قانوني ډول اخیستې او طالبان یې باید بدله ورکړي.

محمدلال وایي، که یې طالبان کور نړوي نو لومړی باید ده ته بدیله لاره وښیي او بیا دې اقدام وکړي.

هغه زیاتوي چې دوی په خپلسر د ده د کور دیوالونه نړولي، چې دا لوی ظلم دی او په دې ساړه ژمي کې یې هغوی ته لویې ستونزې جوړې کړې دي.

محمد لال وایي: «له یوې خوا د طالبانو راتګ سره وګاري او بې وزلي زیاته شوه اوس یې د غصب په نوم زموږ کورونو پسې را اخیستې ده. موږ په قانوني ډول دا ځمکه له ګیلاني صیب نه اخیستې لاړ دې شي هغه نه دې پوښتنه وکړي موږ ته دې بدیل راکړي بیا دې زموږ کورونه ړنګ کړي موږ په دې یخ ژمي کې چېرته لاړ شو.»

ګل آغا چې په دې ښارګوټي کې یوه نمره ځمکه لري وایي، ده پرې ډېرې پیسې ورکړې او هېڅکله به اجازه ورنکړي چې کور یې ړنګ کړي.

هغه زیاتوي چې د یوه افغان په حیث دی پر دولت د یوه کور حق لري او پرته له دې چې طالبان ده ته کور جوړ کړي ځکه په خپلو پیسو یې له معلوم شخص اخیستی دی.

هغه همداراز وايي: «موږ د یوه کور حق لرو چې په افغانستان کې د یوه افغان په توګه واوسېږو دا چې اوس ما خپله اخیستی نو دوی خو یې نشي راکولی دا ولې رانه اخلي، یو څوک کور او جایداد ونه لري هغه به څه کوي دا وطن یوازې د طالب دی، چې هغه دې ټول وطن خپل کړي.»

دوی هیله من دي، چې طالبان دې د ښارګوټي له هغه شخص سره چې پر دوی یې نمرې پلورلې حساب وکړي او دوی دې نه ځوروي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د دې ځای ډېری خلک د اوسېدو لپاره ځای نه لري او طالبان باید ورته د اوسېدو مناسب ځای ورکړي.

سره له دې چې په دغه ښارګوټي کې طالب چارواکو کورونه ړنګ کړي، خو د ښار جوړونې وزارت بیا دا خبره ردوي.

د دغه وزارت ویاند کمال افغان وایي، د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ځمکو د غصب کمېسیون له لوري د کورونو د نړېدو حکم نه دی صادر شوی او هېڅوک په خپلسر د کورونو د نړولو حق نه لري.

نوموړی زیاتوي، دوی له ځايي اوسېدونکو سره کار نه لري یوازې هغه کس سره حساب کوي، چې پر دوی یې دا ځایونه پلورلي دي.

هڅه مو کړه، چې په دې اړه د سيد اسحاق ګيلاني نظر هم واخلو، خو بریالي نشو.

ننګرهار کې د غصب شویو دولتي ځمکو د خلاصون کمېسیون څه موده وړاندې کار پيل کړ، چې مشري یې د دې ولایت د کرنې رییس پرغاړه لري.

د دې ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر څه موده وړاندې په یوه خبرپاڼه کې  وویل، چې د غصب د مخنیوي کمېسيون له لوري په ۵۶۴۰ جريبه دولتي ځمکه د سيد اسحاق ګيلاني په نوم جوړ شوي، ښارګوټي د تخليې چارې یې پيل کړې.

سرچینې هغه مهال لیکلي و، چې په لومړۍ ورځ یې يو شمېر ودانۍ ونړولې او ځایي خلکو ته یې له کورونو د وتلو امر کړی دی.