افغانستان

قطر کې د دوو افغان کورنیو ناڅرګند برخلیک

د ناټو ځواکونو دوه همکاران چې د لېږد په بهیر کې له افغانستانه قطر ته لېږدول شوي، وایي چې د څه د پاسه یو نیم کال په تېرېدو سره لا هم په دې هېواد کې پاتې دي.

مطیع الله حبیبي او غلام رباني ناصر دوه افغانان دي چې له ۲۰۰۶ تر ۲۰۱۱ کال پورې یې په کندهار، غزني او لوګر ولایتونو کې له امریکايي او کاناډايي ځواکونو سره د ژباړونکو په توګه دنده ترسره کړې او اوس له خپلو کورنیو سره په قطر کې بې برخلیکه پاتې دي.

دوي له آمو سره په مرکه کې وايي، د جمهوري نظام له سقوطه څو میاشتې مخکې یې له خپلو بهرنیو همکارانو سره اړیکه نیولې وه او له هغوی یې کاناډا ته لېږدولو لپاره غوښتنه کړې ده.

د کاناډايي او امریکایي ځواکونو ژباړونکی مطیع الله آمو ته وویل چې د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې یې د کاناډا د کډوالۍ فورمه ډکه کړې او د هماغه کال د اګست په ۲۳مه یعنې د طالبانو له خوا د افغانستان له سقوطه نهه ورځې وروسته یې له کاناډا څخه د منلو تایید ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «د کاناډا د آی ار سي برخې له ما سره اړیکه ونیوله او وې ویل چې تاسو له ستونزې سره مخ یاست له موږ څخه موږ غوښتنه کړې ده، سهار د کندهار هوایي ډګر ته راشئ چې موږ تاسو قطر ته ولېږدووو. اوس وایي چې ستاسو غوښتنه د پروسس په حال کې ده، کله بیا وايي چې نه یې منل شوي، خو لامل یې نه وايي چې ولې! او موږ نه پوهېږو څه وکړو.»

د کاناډایي او امریکايي ځواکونو ژباړونکی غلام رباني ناصر د ښاغلي حبیبي د څرګندونو په تاییدولو سره وايي چې هغه هم د اګست په ۲۳مه د «ایمن لورا» په نوم کاناډايي دفتر په تایید سره قطر ته لېږدول شوی او له هغه ځایه یې په امریکا کې پناه اخیستو غوښتنه کړې ده.

نوموړی وایي چې زه او همکار مې څه د پاسه لس تنه یوو او په دې موده کې مو ماشومان له زده کړو پاتې دي.

هغه له مرستندویه بنسټونو غواړي چې نوموړی او بچیان یې له برخلیکۍ وژغوري.

له بلې خوا، د قطر په السیلیه پوځي کمپ کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان یو کارکوونکی د نوم نه ښودلو په شرط وايي چې کاناډا ته ددغې کورنۍ د لېږدولو احتمال نشته.

د آی او ام دغه کارکوونکی وایي چې په قطر کې د دغو دوو کورنیو له موضوع ښه خبر لري.

نوموړي وویل، د امریکا دولت په هغو فشارونو سره چې د قطر دولت له خوا یې زغملي وو، ټولو هغو کډوالو ته چې د قطر په پنډغالي کې اوسېږي امریکا ته یې د لېږد وړاندیز وکړ، خو د ټولو له ډلې دغو دوو کورنیو د امریکا د استازو وړاندیز رد کړ.

هغه زیاتوي، زیات شمېر افغانان چې په کاناډا کې د پناه‌غوښتلو تاییدي هم لري په پاکستان کې په بې برخلیکۍ کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټولو هغو کسانو چې د لېږد په بهیر کې کاناډا او امریکا ته تللي دي امنیتي، روغتیایي او کونسلي څېړنې د دواړو هېوادونو د وېزو له اخیستو مخکې د قطر په ځانګړو او پوځي کمپونو کې ترسره شوې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۲ د نومبر پر ۲۳ د یوې بیانیې په خپرولو اعلان کړی و، له کله چې له افغانستانه د تخلیې بهیر پيل شوی دی نږدې ۲۳ زره افغانان په قطر کې مېشت شوي دي.

په دې لړ کې د قطر له السلیه کمپ څخه سرچینې آمو ته وایي، چې امریکا ته د افغانانو د لېږد بهیر دوام لري او یوازې په وروستیو درېیو اونیو کې له افغانستانه قطر ته درې الوتنې شوې دي.