افغانستان

کابل ښاریان: د برېښنا له نشتوالي تر پوزې راغلي یو

کابو دوې اونۍ کېږي چې کابل ته د ازبکستان وارداتي برېښنا پرې شوې ده. کابل ښاریان وايي چې د برېښنا له دوامداره بندېدو تر پوزې راغلي دي.

عالیه محمدي چې له پوهنتونه بې برخې شوې او اوس په آنلاین توګه په درس ویلو بوخته ده وايي چې د برېښنا نشتوالي د هغې لوست بهیر ګډوډ کړی دی.

هغه وايي: «له دې وضعیته ستومانه شوې یم، د میاشتې یو ځل برېښنا پرې کېږي او دوې اونۍ کېږي چې د برېښنا د نشتوالي له امله مې ټول پروګرامونه ګډوډ شوي، نړۍ فضا تسخیروي؛ خو موږ لا هم په تیاره کې شپې ورځې تېروو.»

مېرمن محمدي وایي، آن دوی نه شي کولای خپل ګرځنده ټلیفون چارج کړي او څو ورځې کېږي چې کمپیوټر مې چارج نه لري.

سپوږمۍ چې د کور کار کوي وایي، دوې اونۍ کېږي چې د برېښنا د نشتوالي له امله جامې نشي مینځلای.

هغه وايي: «په دې ژمي کې د دې ترڅنګ چې هوا په بې مخینې توګه سړه ده، د برېښنا پرلپسې بندېدو، زموږ ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.»

له بلې خوا، په کابل کې یو شمېر رستوران لروونکي هم له دې وضعیته تر پوزې راغلي او وایي چې د برېښنا نشتوالی د دې لامل شوی چې کاروبار یې کم شي.

د کابل یو بل اوسېدونکی احمد شاه چې د کابل په یوه برخه کې رستوران لري او له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي. اوس د برېښنا نشتوالي دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړه: «زه د جنراتور د اخیستو وس نه لرم، کله چې مشتري راځي او ګوري چې د ننه تیاره ده، بېرته ځي، حق هم لري، دوې اونۍ کېږي چې هېڅ عاید نه لرم، که برېښنا وي موږ لږ ښه ژوند لرو.»

په دې ورځو کې چې په کابل کې له هر اوسېدونکي سره خبرې کېږي، د برېښنا له دوامداره پرچاوۍ شکایت لري او روښانه نه ده چې دا وضعیت به تر کومه دوام وکړي.

اخوا، د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې د ازبکستان وارداتي برېښنا په نوموړي هېواد کې د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې ده.

د برېښنا ریاست ویاند حکمت الله میوندي وویل: «برېښنا د ازبکستان په خاوره کې د تخنیکي ستونزو له امله پرې شوې ده. موږ د ازبکستان له مسوولینو سره په تماس کې یوو او دوی ژمنه کړې چې دا ستونزه به ډېر ژر حل شي.»

د ویلو ده چې د افغانستان د اړتیا وړ څه د پاسه اویا سلنه برېښنا وارداتي ده او تل د ژمي په موسم کې وارداتي برېښنا پرې کېږي.