افغانستان

کندهار کې له طالب چارواکو سره د ملګرو ملتونو د پلاوي کتنه

د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو يو پلاوی کندهار ته د سفر پر مهال له ولایتي چارواکو سره وکتل. دغه کتنه د کندهار د ولایت مقام په ودانۍ کې ترسره شوه.

د پلاوي مشري او د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې آمنې محمد د کندهار د والي له مرستيال حيات الله مبارک او ځینو نورو مسوولینو سره په کتنه کې ویلي، افغانستان ته یې د سفر اصلي موخه د هېواد د اوسني وضعیت په اړه نړېوالو ته د يوه جامع راپور وړاندې کول دي.

مېرمن محمد په دغه ليدنه کې ویلي، چې ملګري ملتونو به په ۲۰۲۳ کال کې هم په افغانستان کې د بشري ناورين د مخنیوي هڅو ته دوام ورکړي.

د کندهار د والي دفتر د مېرمن آمنې محمد له قوله لیکلي: «موږ په ۲۰۲۲ کال کې هغو ۲۳ ميلیونه افغانانو ته مرستي ورسولې، چې د خوړو له کمښت سره مخ وو.»
اعلاميه وایي، په کتنه کې د کندهار د والي مرستيال د ملګروملتونو له راغلي پلاوي څخه غوښتي چي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ طالبانو ته وسپاري، د قطر د تړون پر بنسټ د طالبانو نومونه له تور نوملړه لیرې کړي، له نړۍ سره د طالبانو د امارات د اړيکو په ښه کولو کې مرسته وکړي.
د کندهار مرستیال والي همداراز په دغه کتنه کې ویلي، په افغانستان کې اوس واحده رهبري موجوده ده، د نشه یې توکو کرکېله صفر شوې، ولسي مرګ ژوبله نشته، اخلاقي او اداري فساد له منځه وړل شوی دی.

حیات الله مبارک ویلي، چې نړۍ ته باید ډاډ ورکړل شي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ بل هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

خو ددغې ناستې يوه ګډونوال د نوم نه ښودلو په شرط  له آمو سره خبرو کې وویل، چې امنې محمد په ناسته کې د کندهار د والي له مرستيال او د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته نژدې کسانو سره کتنه کې له هغوی غوښتي، چې د مېرمنو پر کار او زده کړو بنديزونه ليرې کړي او په ټولنه کې د مېرمنو له منزوي کولو لاس واخلي.

سرچينې وايي چې د طالبانو او نړۍ هر ډول اړيکې د مېرمنو او نجونو د حقونو په ورکړې پورې تړلې دي.

کندهار ته داسي مهال د ملګرو ملتونو پلاوی سفر کوي، چې طالبانو په تېرو څو میاشتو کې لسګونه کسان د خلکو په مخکې په دُرو وهلي او ترڅنک یې مېرمنې له زده کړو او کار څخه منع کړې دي.

طالب چارواکو ویلي، د مېرمنو د زده کړو خلاف نه دي، خو د يوه شرعي چوکاټ د رامنځته کولو په لټه کې دي.

د نجونو پر کار او زده کړو د طالبانو د بندیزونو لګولو ګڼ کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول، چې آن ځينو مرستندويه بنسټونو په افغانستان کې خپل فعاليتونه هم ودرول.