افغانستان

د طالبانو د دریځ بدلولو لپاره د ملګروملتونو سازمان د مرستیالې ناکامې هڅې

د افغان ښځو لپاره د طالبانو د نویو محدودیتونو له لګولو وروسته، لومړی د یوناما سیاسي مرستیال مارکس پوټزل هڅه وکړه چې دا محدودیتونه لیرې کړي؛ خو اوس د ملګروملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې ده.

د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې آمنې محمد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: «راځئ هڅه وکړو چې د افغان ښځو او نجونو لپاره دا هیله په واقعیت بدله کړو چې دوی خپل حقونه په تېره بیا د زده کړو په برخه کې لاسرسی پيدا کړي.»  

له بلې خوا، د ملګروملتونو سازمان دغې چارواکې د چهارشنبې په ورځ د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ورکولو په تېره بیا د زده کړو او کاري زمینو د برابرولو لپاره خپلې هڅې پیل کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګروملتونو سازمان له مرستیالې سره په کتنه کې ددې سازمان د تېر کال پر کړنو نیوکه کړې ده.

په یوه غږیز پيغام کې چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپور شوی، امیرخان متقي آمینې محمد ته وايي چې د طالب مشرانو د قناعت لپاره، د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې کومه لاس ته راوړنه د بېلګې په توګه یاده کړي.

امیرخان متقي زیاتوي: «دلته یو میلیون زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي؛ خو نهه میلیونه هلکان زده کوونکي د زده کړو په حال کې دي؛ ولې له هغوی سره مرسته نه کېږي، دا هم بشر دی او اړتیاوې لري.»

له بلې خوا، د سیاسي مسایلو شنونکی ولي فروزان وایي: «موږ نه شو کولای له یوې ډلې او یوه تحریک څخه دا تمه ولرو چې خپل ماهیت بدل کړي. طالبان ۲۶ کاله د همدغو محدودیتونو لپاره جنګېدلي دي. زما په نظر که ټولې هڅې هم وشي، طالبان نرمښت نه ښيي.»

د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیالې کابل ته په سفر کې له نورو طالب چارواکو او ځینو سیاسي شخصیتونو سره هم خبرې اترې کړې دي.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټویټر پاڼه په دې اړه لیکلي: «په دې کتنه کې د زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وشوې او په هېواد کې د نجونو د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو پر پرانیستو او دندو ته د ښځو پر ستنېدو ټینګار وشو.»

د ملګروملتونو سازمان په دغو سفرونو سره غواړي د طالبانو پر پرېکړو اغېز وکړي

د سیاسي چارو شنونکی نورالله راغي کابل ته د ملګروملتونو سازمان د لوړپوړي پلاوي د سفر په تړاو وویل: «په نړیوالو او نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار او زده کړو د مخنیوي په تړاو د طالبانو پرېکړو وروسته د ملګروملتونو سازمان د چارواکو پرلپسې سفر ترسره کېږي چې دا پرېکړه د ډېری مرستندویه سازمانونو د فعالیت د درېدو لامل شوی او د میلیونونه ښځو او ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.»

هغه زیاته کړه: «د ملګروملتونو سازمان په دغو سفرونو سره غواړي د طالبانو پر پرېکړو اغېز وکړي او دغه تصمیمونه بدل کړي ترڅو دا مرستې له سره پیل شي او د طالبانو د منلو په صورت کې، دا سفرونه د خلکو پر درد او کړاو او همداراز د ناورین د پراختیا پر مخینوي اغېز کولای شي.ِ»

کابو ۵۰۰ ورځې کېږي چې لسګونه زره زده کوونکې له زده کړو بې برخې پاتې دي او طالبانو نه یوازې دا ستونزه حل نه کړه؛ بلکې تازه یې د یوې اعلامیې په خپرولو پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو ته د نجونو تلل منع کړي دي.