افغانستان

د څلور لارو پر تخریب او بیا رغولو یې پر پراخ لګښت د مزارشریف د اوسېدونکو اعتراض

د بلخ ولایت یو شمېر اوسېدونکي په مزارشریف ښار کې د څلور لارو د تخریب او بیارغونې لپاره د طالبانو پر کړنو په نیوکې سره وايي چې ددغو لګښتونو پیسې دې اړمنو ته ورکړل شي ترڅو په دې ساړه ژمي کې خپلې اساسي اړتیاوې پرې پوره کړي.

د بلخ ولایت یوه اوسېدونکې برېشنا صفا په دې اړه وايي، هغه لګښت چې طالبان یې د واټونو او څلور لارو د تخریب او بیارغونې لپاره کوي، له اړمنو سره پرې لویه مرسته کولای شي؛ ځکه ډېری وګړي په دې ژمي کې د خوړو او اغوستو لپاره څه نه لري.

دا اعتراضونه له هغې وروسته پیل شول چې طالبانو د شنبې په ورځ د مزارشریف ښار په کامګار څلور لارې کې څو آسان تخریب کړل او له هغې وروسته یې د مسعود پر واټ د کوترې او د مزارشریف د سولې کارتې پر سړک د سولې کوترې او د سلطان غیاث الدین لیسې له دېوالونو د ټولو شاعرانو انځورونه پاک کړل. دا سړکونه د مخکیني حکومت پرمهال جوړ شوي وو.

طالبان باید د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره هڅې وکړي

حمید یو پخوانی پوځي دی چې دیارلس کاله یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې کار کړی او پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې دنده له لاسه ورکړې او له سخت اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

هغه وایي: «ډېری خلک د یخنۍ په دې موسم کې د خپلې شپې ورځې تېرولو لپاره حیران دي چې څه ډول خپلو بچیانو ته یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړي. اوس په لوی لګښت سره د دغو څلور لارو جوړول د خلکو څه درد دوا کوي؟»

د مزارشریف یوه اوسېدونکې کاینات عمري ددې په بیانولو سره چې بلخ داسې ولایت دی چې په هغې کې زیات شمېر شاعران  زېږېدلي او باید نومونه یې له واټونو او دېوالونو پاک نه شي وویل: «طالبانو د ټولو شاعرانو نومونه او د دوی ژوند لیک چې واټونو او دېوالونو لیکلي وو، پاک کړي دي.»

له بلې خوا، طالبانو ته ځینې نږدې سرچینې وايي چې د کامګار څلور لارې او نورو واټونو او څلورو لارو تخریب د طالبانو د امربالمعروف له خوا شوي؛ ځکه د طالبانو په تعبیر د اس تصویر باید نه وي. دا سرچینه زیاتوي چې د واټونو د نومونو د بدلون په اړه هم یو کمېسیون جوړ شوی ترڅو د زردشت، کاوه آهنګر، رابعه بلخي او داسې نور نومونه بدل کړي؛ خو تراوسه دغه کمېسیون په رسمي توګه خپل کار نه دی پیل کړی.

له بله پلوه، په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي چې ښاروالي خپله ځانګړې بودیجه لري او ټولې ترسره شوې پروژې د یو شمېر سوداګرو او د ښاروالۍ له عوایدو اجرا شوې دي.

هغه زیاته کړه: «دا څلور لارې ټولې په بنسټیزه توګه جوړې شوې او د ښار تاریخي او اسلامي موردونو ته اشاره کوي.»

دا په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ځینې څلور لارې تخریب او بیارغول شوې دي. د طالبانو ادارې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هم د دهن باغ او انصاري په ګډون څو څلور لارې تخریب او بیارغولې دي.

خلک وایي چې طالبان له مجسمو سره مخالف دي. دغې ډلې په خپله تېره واکمنۍ کې هم د بامیان تاریخي بتان تخریب کړي وو.