افغانستان

پر ښځو د طالبانو محدودیتونو د ملګروملتونو سازمان لوړپوړی پلاوی کابل ته راووست

د ملګروملتونو سازمان یوه ویاند د سه شنبې په ورځ ویلي چې ددغه سازمان عمومي منشي د طالبانو له خوا د جنسي اپارتاید د رامنځته کولو په اړه اندېښنه لري او له همدې امله ددغه سازمان یوه لوړپوړي پلاوي کابل ته سفر کړی دی.

د ملګروملتونو سازمان مرستیال ویاند فرحان حق ویلي چې افغانستان ته د ملګروملتونو سازمان له مرستیالې آمنې محمد سره په دې سفر کې د (ښځو چارو اجرايي مدیره) سیما باهوش، (د سرمنشي د سیاسي چارو له مرستیال) خالد خیاري او د (ملګروملتونو سازمان مرستیال ویاند) ملګري دي.

هغه د افغان نجونو او ښځو د حقونو له هغې جملې کار او زده کړو په اړه د اجماع اړتیا ته په اشارې سره وویل: «د ملګروملتونو سازمان له چارواکو غوښتل شوي چې د وضعیت جدیت بیان کړي.»

دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو اونیو کې طالبانو په افغانستان کې پر ښځو او نجونو سخت محدودیتونه لګولي دي. ددې ډلې په وروستي فرمان کې ټولې هغه ښځې چې په بهرنیو موسسو کې یې کار کاوه له دندو منع شوې دې. دې چارې له اړمنو سره د مرستې رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

طالبانو همداراز په بېلابېلو فرمانونو کې منځنیو ښوونځیو او پوهنتونونو د نجونو تلل منع کړي دي.

له بلې خوا، تېره اونۍ د ملګروملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش «د ښځو پر حقونو سیستماتیک او بې مخینې برید» غندلی او د هغه په وینا دا چاره «د جنسیت پر بنسټ اپارتاید رامنځته کوي.»

له کرزي سره د ملګروملتونو سازمان د عمومي منشي د مرستیالې کتنه

د ملګروملتونو سازمان مرستیالې آمنې محمد په کابل کې د هېواد له پخواني ولسمشر سره کتلي دي.

هغې په دې کتنه کې د نجونو پر زده کړو او د دوی پرمخ د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو پر پرانیستو او دندو ته د ښځو پر ستنېدو ټینګار وکړ.

حامد کرزي په دې کتنه کې له افغانستان سره د ملګروملتونو سازمان د همکاريو په تېره بیا ددې سازمان له بشردوستانه مرستو مننه وکړه او له افغانستان سره یې ددغو همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.

د ملګروملتونو سازمان لوړپوړو چارواکو کابل ته راتلو مخکې د سیمې د څو هېوادونو له چارواکو سره د افغان نجونې او مېرمنو د حقونو په اړه خبرې اترې کړې دي.