افغانستان

له دوو لسيزو وروسته کندهار کې یو ځل بیا څو تنه په دُرو ووهل شول

د افغانستان په سويلي ولایت کندهار کې نن سې شنبه د ۱۴۰۱ کال د مرغومي پر ۲۷ نېټه ددغه ولایت په احمدشاهي لوبغالي کې ۹ تنه د زرګونو کسانو په مخکې په دُرو ووهل شول.

د کندهار د والی دفتر په يوه اعلاميه کې ویلي، چې دا کسان په کندهار ولایت کې د “غلا او لواطت” په تور نيول شوي وو، چې نن ورباندي حد جاری شو.

د کندهار د والي ویاند حاجي زيد پر خپله فسبوک پاڼه ليکلي «ځینې مجرمين نن پر ۳۵ دُرو او ځينې نور بيا ۳۹ دُرو وهل شوي دي.»

دغو مراسمو ته د کندهار امنیه قوماندان، د والي مرستيال او ځينې نور چارواکي هم ورغلي وو.

مراسمو ته د کندهار امنیه قوماندان رحيم الله محمود ویلی «د شريعت تطبق د افغانستان د سترو ستونزو حل دی او شریعت باید عملي شي.»

محمود همداراز ویلي: «دغه کسان باید د خدای ج شکر ادا کړي ځکه د ننۍ تعزيري سزا عملي کول دوی د اخرت له عذابه خلاصوي او د نورو خلکو لپاره به عبرت شي.»

يوه ورځ مخکې د کندهار ښار له اوسېدونکو غوښتل شوي وو، چې په دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

عبدالحکیم د کندهار ښار د پنځمي ناحیې د حاجي عزيز اوسېدونکی دی، چې دغه مراسم يې له نژدې ليدلي.

نوموړی وایي چې د چارواکو له خبرو وروسته ځينې کسان د کندهار د احمدشاهي لوبغالي منځته راوستل شول او د يوه مخ پټي طالب له خوا په دُرو ووهل شول.

عبدالحکيم وایي: «لومړی ځل و، چې ما یو کس له نژدې وليد، چې په دُرو وهل کېږي، دا زما لپاره د ډېر د حيرانيتا وړ و.»

د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې ددغې ډلي لخوا په کندهار کې د خلکو په مخکې کسان په دُرو وهل کېږي.

د معلوماتو پر بنسټ طالبانو تر اوسه يو تن قصاص او شا وخوا سل تنه نور په دُرو وهلي، خو د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو او کار د محدوديت په غبرګونونو کې طالبانو تعزيري سزاګاني درولي وې، چې له ځنډ وروسته یې له کندهاره پیل کړې.

د طالبانو مشر ملا هبت الله دوې اونۍ مخکې د کندهار په ۲۰۵ البدر قول اردو کې د ناستي پر مهال ویلی و، چې له نړۍ سره «د شريعت په اساس تعامل کوي» او پرته له شریعت څخه هېڅ ډول معامله نه مني.