افغانستان

د کونړ د ځنګلونو پرې کولو د مخنیوي لپاره هڅې

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې ولسي خلکو د ځنګل ساتنې په موخه خپلمنځي ګډه تړه کېښوده، چې پرمټ به یې په سیمه کې له دې وروسته د ځنګلونو پرې کولو مخنیوی وکړي.

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې ولسي خلکو د یوې ګډې ناستې پرمهال پرېکړه وکړه، که له دې وروسته چا په خپلسر د ځنګل یوه شنه ونه هم پرې کړه د قومي تړې له مخې به شل زره افغانۍ نغدي جریمه کیږي.

قومي مشر حاجي فضل الرحیم وایي چې له کلونو راهیسې یې ځنګلونه د ولسي تړونونو او ناغو پرمټ ساتلي او له دې ورسته هم چا ته اجازه نه ورکوي چې د طبیعي ځنګلو شنې ونې پرې کړي.

هغه زیاتوي، په دې وروستیو کې د بې وزلۍ او وزګارۍ له امله ځوانان اړ شوي چې د ځنګل شنې ونې پرې کړي او په قاچاقي توګه یې د خرڅلاو لپاره نورو سیمو ته ولېږدوي چې دې چارې ولس اړ کړی ترڅو د ځنګل وهلو مخنیوی وکړي.

نوموړي د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «د ولس د پرېکړې پر اساس له دې وروسته هېڅوک نشي کولی چې د ځنګل ونې پرې کړي، آن تر دې چې څوک نه پرېږدو له طبیعي ځنګل څخه د سون لپاره لرګي راوړي، موږ پرېکړه وکړه چې که هر چا د ځنکل شنه ونه ووهله؛ شورا به یې نغدي جریمه کوي.»

د شیګل ولسوالۍ یو بل قومي مشر ډاکتر عنایت الرحمن بیا وایي، د تېرو کلونو پر مهال یې د سیمي ډېر ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل شوي چې نه یوازې طبیعت یې بدرنګه کړی، بلکې د سیمي په موسم یې هم ناوړه اغیز کړی دی.

د نوموړي په خبره که په ولسي کچه د دغه ډول پرېکړو پر مټ د ځنګل ژغورنه ونشي؛ نو لیرې نه ده چې د دې ولایت ډېری شنې سیمې په شاړو ځمکو بدلې شي.

هغه زیاته کړه: «دا ډول ولسي پریکړې ډېرې اغېزناکې دي، ځکه د سیمې خلک پکې ښکیل دي، زه ډاډه یم  له دې وروسته به هېڅوک زړه ښه نه کړي چې د ځنګل یوه شنه ونه هم پرې کړي، زما غوښتنه د کونړ د نورو سیمو له خلکو همدا ده چې د خپلو ولسي پرېکړو پر اساس په خپلو سیمو کې د ځنګل ساتنې لپاره ته ملا وتړي.»

د کونړ کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو مسوولین د ځنګل په ساتنه کې د عامو خلکو ونډه مهمه ګڼي او وایي چې د ولس خپلمنځي پرېکړې په دغه ولایت کې ځنګلونه ساتلی شي.

د کرنې ریاست د ترویج آمر نجیب الله وایي، هڅې یې پېل کړې چې کونړ کې د ځنګل وهل شوې برخې بېرته احیا او د ځایي خلکو په همکارۍ یې د نورو پرې کولو مخنیوی وکړي.

هغه وایي د کونړ په ځنګلې سیمو کې یې د ولسي خلکو کابو ۶۶ رضاکارې ټولنې جوړې کړې چې د ځنګل ساتنې په برخه کې فعالیت لري.