Uncategorized @ps افغانستان

د ننګرهار د لعلپورې اوسېدونکي اوس هم د لیکونو له لارې اړیکې پالي

د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي، د مخابراتي شبکو د کمزوري فعالیت له امله اوس هم د پخوا په څېر په لیکلې بڼه له خپلوانو سره اړیکې پالي او یو بل ته پيغام استوي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د لعلپورې په ځینو لیرې پرتو سیمو کې مخابراتي شبکې فعالیت نه کوي او په ځینو برخو کې په سختۍ سره اړیکه نیول کېږي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکی میراجان مومند وایي: «دلته چې څوک اوسېږي له سختو ستونزو سره مخ دي، یو وسایل هم نه لري اوس هم د پخوا په څېر په پښو تګ راتګ کوي او د لیکونو له لارې پيغامونه خپلوانو ته لېږي.»

نوموړی وایي، د دې سیمې اوسېدونکي تر ډېره له لومړنیو اړتیاوو بې برخې دي او حکومتونو ورته پام نه دی کړی.

د دې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی سباوون بیا وایي که د بیړنۍ اړتیا پرمهال وغواړي اړیکه ونیسي اړ دي د غره لوړې څوکې ته پورته شي او یا ولسوالۍ ته نږدې سفر وکړي.

سباوون وایي: «دلته به د اړیکې نیولو لپاره باید د غره سر ته ولاړ شو ترڅو د ټلیفون له لارې خبرې وکړو او یا له کومې موضوع خپلوان خبر کړو.»

نوموړی وایي، دا چاره ځکه سخته ده، چې غره ته ختل هر وخت ناشوني وي او تګ راتګ ورته ګران دی.

ځایي اوسېدونکي له اړونده ادارو غواړي، چې په دې اړه د دوی ستونزې اوارې کړي.

د لعلپورې لپاره د طالبانو ولسوال قاري ابوبکر هم په دې سیمه کې د مخابراتي شبکو ستونزه مني.

هغه وایي، د مخابراتي شبکو ستونزه یې له اړوندو ادارو سره شریکه کړې ده.

نوموړی زیاتوي: «مخابراتي سیستم ريښتیا هم کمزوری دی، د خلکو شمېر دلته زیات دی او دا سرحدي سیمه ده، چکنور، رینا او نورو سیمو همداراز ولسوالۍ کې هم ټلیفون سم کار نه کوي، له ولایتي مسوولینو سره مو خبره شریکه کړې ژمنه یې کړې خو لا اقدام نه دی شوی.»

ځايي اوسېدونکي وایي، سره له دې چې تکنالوژۍ پرمختګ کړی، خو د حکومتونو د نه پام له امله دوی لا هم د پخوا په شان له مخابراتي شبکو بې برخې دي لا هم دا ستونزه نه ده اواره شوې.

دوی زیاتوي، له دې امله چې ددې ستونزې د اوارې لپاره یې ډېرې هڅې کړې، اوس هم تمه نه لري چې څوک دې ورته پام وکړي.