افغانستان

غزني ښار کې پر دېوالونو د انځورونو پر محتوا د دغه ښار د خلکو نیوکې

تازه په غزني ښار کې د طالب چارواکو په امر «د ثقافت د څلي» پر دېوالونو رسامۍ شوې چې د غزني ښار د اوسېدونکو نیوکې یې راپارولې دي.

د غزني ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، هغه انځورونه چې په دې وروستیو کې غزني ښار کې د طالبانو له خوا د ثقافت څلي پر دېوالونو کاږل شوې په هېواد کې د تېرې شل کلنې جګړې کیسه ده چې خواشینونکې او د افغانستان له کلتور سره اړخ نه لګوي.

غزني ولایت کې د پوهنتون استاد ګل رحمن احمدي د دغو رسامیو په اړه وایي چې ځینې ښارونه او هېوادونه ګډ کلتور او دود لري چې یو شمېر وګړي یې درک کوي او ځینې بیا نه شي کولای چې درک یې کړي او په همدې توګه اړتیا ده دغه اداب او دودونه د دولتونو له خوا خلکو ته ور وښودل شي.

احمدي وایي، وروستي انځورونه چې د طالبانو له خوا پر دېوالونو کاږل شوي دي، د افغانانو د ناسم کلتور ښکارندويي کوي او دا رسامۍ سیاسي اړخ لري، خلک د دغو رسامیو په لیدلو سره، د خواشینۍ احساس کوي؛ ځکه دغو رسامیو د جګړو ناخوالې انځور کړې دي.

هغه دوام ورکړ: «دغه رسامۍ چې ډېری د واکمن نظام له خوا کاږل کېږي، باید سیاسي نه وي؛ بلکې باید د ښاري ژوند فرهنګ وښيي. د بېلګې په توګه وګړو ته د ښار مېشتۍ فرهنګ ورزده کړي او هڅه وکړي چې د هغوی د پوهاوي سطحه لوړه کړي؛ خو هغه رسامۍ چې اوسمهال کاږل شوې دي، تر ډېره یې د جګړې حالت ښکاره کړی چې ښه نه ده؛ ځکه زموږ خلک په جنګ کې لوی شوي او دغې ښکارندې یې پر ژوند منفي اغېزې کړې دي.»

په همدې حال کې د غزني ښار اوسېدونکی فرهاد ملنګي د دغو رسامیو په اړه وایي چې دغه انځورونه د ځوانانو او ماشومانو پر روان منفي اغېز کوي.

هغه زیاتوي: «کېدای شوای ددغو انځورونو پرځای د سولې، پرمختګ، ودې او د زده‌کړې پیغام لرونکي انځورونه کاږل شوي وای؛ خو اوس د ځوانانو پر روحیې منفي اغېزه لري او د دغو انځورونو لیدل د ځوانانو فکر منفي لوري ته بیایي. موږ باید د خپل ښار په شاوخوا کې داسې رسامۍ او لیکنې ولرو چې مثبته انګېزه راکړي د هغوی په لیدو تېر هېر کړو.»

خو د غزني ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار غزنوي دغه رسامۍ په افغانستان کې د اشغالګرو د ماتې ښکارندوی بولي او ټینګار کوي چې دغه انځورونه نیواکګرو ته یادونه کوي چې دغه هېواد ته د بیا راستنېدو تابیا ونه‌کړي.

هغه زیاته کړه: «له دې رسامیو زموږ موخه دا ده چې اشغالګر ترې د عبرت درس واخلي او دا زموږ لپاره یو ویاړ دی. کله چې خلک دا رسامۍ ګوري، د خوشحالۍ احساس ورته پیدا کېږي او د اشغال پای ښيي.»

د غزني ولایت اوسېدونکي د طالبانو له ادارې غواړي چې د دغو رسامیو پر ځای کلتوري او روزنیزو انځورونو ته پام وکړي ترڅو خلک جګړه هېره او زده‌کړو ته مخه کړي.