افغانستان

ننګرهار کې د لارو له غلو د خلکو شکایت

د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې په دې وروستیو کې د لارو غله زیات شوي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی نسیم وایي، سهار وختي او د مازیګر له لمر پرېوتو وروسته د ښار په هغو کوڅو کې خلک له وېرې نشي تېرېدلی، چې ګڼه ګوڼه په کې کمه وي.

نوموړی وایي، هره ورځ په خواله رسنیو کې د یوه ملګري خبر اوري، چې غلو ترې ګرځنده ټلیفون یا پیسې اخیستې دي.

نسیم زیاتوي: «طالبان باید خپله څارنه او ګزمې زیاتې کړي ، خلک په تنګ راغلي، هره هغه کوڅه له خطره ډکه وي چې ګڼه ګوڼه په کې نه وي. يوازې په تېرو درېیو اونیو کې زما له څلورو ملګرو یې موبایلونه او پیسې اخیستي دي.»

نذیر احمد بیا د جلال آباد ښار په لومړۍ ناحیه کې ژوند کوي او تازه د لارې له غلو ژغورل شوی دی.

نوموړی وایي، په عامه لار چې خلک هم ډېر وو وسله والو غلو یې ګرځنده ټلیفون ته لاس واچاوه، خو له مقاومت وروسته یې ځان او موبایل وژغوره.

هغه څرګنده کړې، سره له دې چې ګرځنده ټلیفون یې له منځه ولاړ خو بیا یې هم د غلو له لاسه وژغوره.

نذیز زیاتوي: «مازیګر څلور بجې وې کور ته روان وم، د ولایت نه سل متره لیرې د امیرشهید باغ مخې ته پلی روان وم چې غلو زما موبایل ته لاس راواچاوه، موبایل مې مات شو، خو هغوی یې په اخیستو بریالي نه شول.»

نوموړی وایي چې اوس د ښار په واټونو کې هره شېبه دا وېره وي، چې ګواکې وسله وال غله یې څاري.

تور مومند بیا په اوومه ناحیه کې هټۍ لري او ماښام مهال ترې غلو هرڅه وړي او تش جېب یې کور ته لېږلی دی.

نوموړی وایي، سره له دې چې غلو ترې هرڅه واخیستل، خو بیا هم خوښ دی، چې ده ته یې ځايي زیان نه دی اړولی.

تور زیاتوي: «زېړانیو کې مې دوکان دی، ماښام مې هټۍ بندوله، چې موټر ودرېد او څلور تنه ترې راښکته شول، وسلې ورسره وې راته یې کړل چې هرڅه راکړه زه له وېرې هک پک شوم، هرڅه یې رانه واخیستل او لاړل.»

دوی له طالبانو غواړي، چې په ښار کې ګرځنده ګزمې زیاتې او دغه ډول غلو ته سزا ورکړي.

بل لورته بیا د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دا ډول غلو د مخنیوي لپاره هڅې کوی.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند زابلی وایي، یوازې په تېرو درېیو ورځو کې یې ۵ وسله وال غله نیولي، چې غوښتل یې خلک ولوټي.

نوموړی وایي، سه شنبه یې هغه درې وسله وال غله ونیول، چې غوښتل یې د کرېکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړي فرید ملک څخه غلا وکړي.

د یادونې وړ ده، چې په جلال اباد ښار کې پر لارو له وسله والو غلو شکایتونه وروسته له هغه زیات شوي، چې خلک له سخت اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په دې باور دي، چې روان بد اقتصادي وضعیت خلک او ځوانان غلاوو ته اړ کړي دي.