نړۍ

د شهزاده هري د خاطراتو کتاب د بریتانیا له داستاني پرته کتابونو ریکارډ مات کړ

د شهزاده هري د خاطراتو خپروونکی وایي چې تراوسه د شهزاده هري له کتابونو ۴۰۰ زره ټوګه پلورل شوي دي.

د بریتانیا دغه شهزاده د خپل کتاب په یوه برخه کې لیکلي چې په افغانستان کې د خپل ماموریت پرمهال یې ۲۵ تنه د شطرنج دانو په شان وژلي دي.

هغو کسانو چې غوښتل یې له هغو لومړنیو کسانو وي چې کتاب پېري، د لندن د ویکتوریا د کتابپلورلو په بازار کې په لیکو کې ودرېدل.

د بریتانیا د وټرستونز ځنځیري کتابپلورنځیو اعلان کړی چې د شهزاده هري کتاب په تېرو لسو کلونو کې تر ټولو لوی مخکې پېرودل شوی کتاب دی.

د بریتانیا د کتاب پلورنې د شمېرو له مخې تراوسه ددغه کتاب ۴۰۰ زره برېښنايي او غږیزې نسخې پلورل شوې دي.

د ترانس ورلډ پنګوئن رندوم هاوس عامل مدیر لري فینلي وویل: «موږ تل پوهېدو چې دا کتاب به الوت وکړي، خو آن زموږ له تمو هم زیات مخکې شو، تر کومه چې موږ پوهېږو، یوازې هغه کتابونه چې په لومړۍ ورځ زیات پلورل شوي، هغه کتابونه دي چې هري پاټر پکې رول لوبوي.»

د هري کتاب د هغه د شخصي مبارزو او د خپل پلار شاه چارلز او مشر ورور شهزاده  ویلیام په ګډون د سلطنتي کورنۍ په اړه د نوموړي تورونو د ټولې نړۍ پاملرنه ورجلب کړې ده.

په اوسني وخت کې د شهزاده هري کتاب د بريتانیا په آمازون وېبپاڼه، امریکا، استرالیا، جرمني او کاناډا کې تر ټولو زیات پلورل شوی کتاب دی.

لای جیانګ په سنګاپور کې ددې کتاب د یوې نسخې په پېرلو سره  وویل: «زه پوهېږم ښايي ځینې شیان چې هغه یې وايي، بېلابېل خواشیني کړي وي.»

د شهزاده هري کتاب یو بل مینه وال لنون وویل: «خو هغه پرما ګران دی، له سلطنتي کورنۍ سره علاقه لرم.»

شهزاده هري د خپلو خاطراتو په کتاب کې همداراز د تاج او تخت له وارث ویلیام سره سخته شخړه افشا کړې او وايي چې ورور یې هغه پرځمکه وواهه.

د سوداګرۍ وزیر ګرانت شاپس د سه شنبې په ورځ ټایمز راډیو ته وویل: «ما نه غوښتل چې (کتاب ولولم) خو څه چې وشول یا په ډاډ سره ویلای شم چې لومړیتوب مې دوه نور کارونه دي.»

یو مهم مورد چې د شهزاده هري په کتاب کې جنجال پاروونکي شوي په افغانستان کې د هغه کړنې دي.

د بریتانیا دغه شهزاده د کتاب په یوه فصل کې لیکلي چې په افغانستان کې یې ۲۵ تنه وژلي او له دې کاره خجالت نه کوي.

د افغانستان په اړه د شهزاده هري دا څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.