افغانستان

په سپين بولدک کې یو طالب چارواکی په اخلاقي فساد تورن شوی

د کندهار ولایت له سپين بولدک ولسوالۍ څخه سرچينې وایي، چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو سيمه ایز قوماندان «حقبين» د اخلاقي فساد په تور نيول شوی دی.

د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ په امنيه قومندانۍ کې يوه سرچينه وایي، چې حقبين مياشت وړاندي د سپين بولدک ولسوالۍ له امنیه قوماندانۍ نه د کندهار د امنیه قوماندان رحيم الله محمود په امر د کندهار امنیه قوماندانۍ ته غوښتل شوی او له هغه راهيسي بېرته خپلې دندي ته نه دی ستون شوی.

سرچينه زیاتوي: «د کندهار امنیه قوماندان موږ ته تېره مياشت امر وکړ، چې حقيبن قوماندانۍ ته راولی، خو ټليفون ترې لومړی واخلی، له هغه وخت راهیسې بيا موږ نه دی ليدلی.»

دغه سرچينه زیاتوي، که څه هم حقيبن په اخلاقي فساد تورن شوی و، خو هغه يې په اړه معلومات نه لري.

بلخوا د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ يوه بله سرچينه وایي، چې د حقيبن په نوم د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ يو مسوول د اخلاقي فساد په تور نيول شوی دی.

سرچينه ټینګار کوي: «حقبين د استخباراتو له لوري د اخلاقي فساد په تور نیول شوی، چې کابل ته لېږدول شوی او يو کال زنداني شوی دی.»

ځيني نورې سرچينې بيا وایي، چې حقيبن په سپين بولدک ولسوالۍ کې «یوه نرسه جنسي ځورلې ده».

موږ هڅه وکړه، هغه نرسه پيدا کړو، چې له جنسي ځورونې سره مخ شوې ده، خو بريالي نه شوو.

د کندهار ولایتي مسوولين په دې اړه له خبرو کولو نه ډډه کوي، خو قوماندان حقبين ته نژدې سرچينې وایي، چې پر هغه دا تور په دستوري ډول لګول شوی دی.

د حقبين يو ملګری د نوم نه ښودلو په شرط وایي: «فاتح صاحب زموږ تقوا داره ملګری دی، هغه هېڅکله داسي نشي کولای، دا کار د حقبين صاحب د بدنامولو لپاره پلان شوې دسیسه ده.»
طالبانو ته د یوه منسوب کس په غږ کې خپور شوي غږیز پېغام کې هم د حقبين نيول کېدل دسيسه بلل شوې ده. قومندان حقبين د کندهار د امنیه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې برخې مسوول و. هغه په طالبانو کې د سپين بولدک ولسوالۍ د فاتح په نوم هم شهرت لري.