افغانستان

طالبان خلک جومات ته په وهلو ټکولو استوي

په بدخشان کې د طالبانو د امربالمعروف اداره، خلک په جبري توګه لمونځ کولو ته اړباسي.

د افغانستان په شمال ختیځ بدخشان ولایت کې د دې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر ادارې، له کوم شرعي عذر پرته د لمونځ حکم کړی؛ دغه حکم ددې ولایت د یو شمېر اوسېدونکو غوسه راپارولې ده.

د فیض آباد ښار یو هټۍوال محمد امین د آمو خبریال ته وایي: «سمه ده چې لمونځ الهی فریضه ده؛ خو داسې نه شي کېدای چې خلک په جبري توګه لمانځه ته اړ ایستل شي، د امر بالمعروف ریاست کارکوونکي هره ورځ د لمانځه په کولو ټینګار کوي، آن په ځینو موردونو کې موږ ولیدل چې کسان د دوی له خوا وهل ټکول شوي.»

د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکی غلام نبي وايي: «کله چې د ښارونو مرکزونه د مخکیني حکومت په لاس کې وو، زموږ سیمه (کوهستان) د طالبانو په واک کې وه. په هغه وخت کې به یې د ماسخوتن او سهار په لمونځونو کې د خلکو حاضري اخیسته چې دا بهیر لا هم روان دی. طالبان دې ددغو مسایلو د جدي نیولو پرځای د خلکو ګېډه مړه کړي.»

په همدې حال کې د فیض‌اباد ښار د پنځمې ناحیې یو اوسېدونکی شمس‌الدین د آمو ټلویزیون خبریال ته وایي: «طالبانو زموږ د جومات امام ته امر کړی، هغه کسان چې لمانځه ته نه راځي، موږ ته معرفي یې کړئ.»

هغه زیاته کړې: «زه داسې کسان پېژنم چې د طالبانو د امربالمعروف کارکوونکو اړ ایستلي چې لمانځه ته ولاړ شي؛ په داسې حال کې چې طهارت یې نه درلود؛ خو د دې له وېرې چې په دُرو ونه‌وهل شي، لمانځه ته ولاړ او له اوداسه پرته یې لمونځ وکړ.»

د بدخشان اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې خلک په جبري توګه لمانځه ته اړ نه کړي؛ ځکه ټول مسلمانان دي.

په همدې حال کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست مسوولین د بدخشان د اوسېدونکو د ادعا په ردولو وایي: «پرته له دې چې موږ خلک اړ باسو، یو مسلمان دې خپله فکر وکړي چې لمونځ یو الهي فرض دی او باید سستي ونه کړي او امربالمعروف اداره چې هر اقدام کوي، د خلکو د دې نړۍ او اخرت په خیر ده او نړۍ باید په دې پوهه شي.»َ

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د خپلې لومړۍ حکومتولۍ پرمهال هم د ټولو افغانانو لپاره چې د بلوغ سن ته رسېدلي وو، د لمانځه ترسره کول جبري کړي وو او ان د نورو دینونو پیروان له دې جملې هندوان او سیکان یې هم اړ ایستل چې لمونځ وکړي.

نه یوازې د بدخشان په مرکز؛ بلکې د هېواد په ډېری نورو سیمو کې هم خلکو له جبري لمانځه خبر ورکړی دی.