فرهنګ او هنر

په کندز کې د کلالۍ صنعت مخینې ته کتنه

د کلالۍ صنعت په افغانستان په تېره بیا کندز ولایت کې اوږده مخینه لري؛ دغه ځایي تاریخي هنر چې د لرغون پېژندونکو په وینا، دا صنعت په هېواد کې د آریایانو له وخته پاتې دی او تراوسه په هره سیمه له هغې جملې کندز کې لیدل کېږي.

یو وخت هېوادوالو په اوړي کې په کلالۍ منګیو کې سړې اوبه اېښودلې او هغه به یې څښلې او په ډول ډول زنګونو سره کاسې به یې پر دسترخوان اېښې وې؛ خو دغه صنعت په اوسني وخت کې تر ډېره هېر شوی او بهرنیو پلاستیکي محصولاتو یې ځای نیولی دی.

په تېرو دوو لسیزو کې، د خلکو د ژوندانه بڼه بدله شوې ده. په دې دوره کې، مډرنو او صنعتي ښکارندو د دودیزو او لاسي تولیداتو ځای ونیوه او په هېواد په تېره بیا کندز کې د تولیدي او صنعتي څانګو د ځوړتیا لامل شوي دي.

د کندز ښار د کلالۍ په نوم کوڅه کې، یو شمېر کسان له خاورې بېلابېل محصولات جوړوي او تراوسه یې دا هُنر ژوندی ساتلی دی.

په کندز ولایت کې یو شمېر کلالان وايي چې له بهرنیو هېوادونو څخه د پلاستیکي او وسپنیز توکو له واردېدو وروسته، اوس ددې ولایت اوسېدونکي د کلالۍ صنعت له محصولاتو کار نه اخلي او ددغو هنرمندانو بازار له ځوړتیا سره مخ شوی دی.

د کندز ولایت یو کلال اسدالله وايي: «زما د مالوماتو له مخې، په کندز کې د کلالۍ صنعت لرغونتوب اتیا کلونو ته رسېږي چې دغه کسب ما ته له پلار او نیکه څخه راپاتې دی، په پخوا وختونو کې زموږ په دې کوڅه کې چې د کلالۍ په کوڅه شهرت لري، کابو څلوېښت کورنیو ژوند کاوه چې ټول کلالان وو؛ خو اوس له هغې ۱۵ کورونه پاتې دي چې یوازې زه د کندز د کلالۍ په کوڅه کې پر دغه کار بوخت یم.»

نوموړي زیاته کړه: «په کندز کې اوسمهال د کلالۍ له صنعت څخه درې شیان پاتې دي؛ د بخارۍ نل، دخلک او ګلدان. نور لوښي لکه کاسې چې مخکې مو جوړولې، اوس پېرودونکي نه لري. موږ په اوړي کې خپل محصولات تولیدوو او په ژمي کې موږ کار بند وي او وزګار وو.»

کلالان وايي چې دوي کولای شي کابو ۲۵ ډوله کلالي لوښي جوړ کړي؛ خو اوس چې له دغو لوښو کار نه اخیستل کېږي، د ډوډۍ پخولو تنورونو ته یې مخه کړې ده.

د کندز ولایت یو بل کلال احمد شهرام وايي: «د کلالۍ صنعت له پخوا راپاتې دی؛ زه اوس ۵۸ کلن یم او پنځوس کاله کېږي چې دا کار کوم. پخوا به موږ ډېر لوښي جوړول لکه منګي چې اوبه یې یخې ساتلې؛ خو اوس د کلالۍ کاروبار نه دی پاتې او موږ کورني تنورونه جوړو.»

دا په داسې حال کې دي چې په کندز ولایت کې د کلالۍ صنعت له بې مخینې ځوړتیا سره مخ دی او که وضعیت همداسې دوام وکړي، دا صنعت به هم هېر شي.