افغانستان

د طالبانو له کړنو د پکتیکا ولایت د اوسېدونکو شکایت

د پکتیکا ولایت ځایي سرچینې وايي، په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په دې ولایت کې ځايي اوسېدونکي د طالبانو له خوا له ډول ډول ځورونو سره مخ شوي دي. 

ددې ولایت د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي شکایت لري د طالبانو ځایي مسوولین په ډول ډول پلمو ځایي خلک نیسي او زنداني کوي یې او بیا یې د پیسو په بدل کې خوشي کوي.

ځینې کسان چې په وروستیو کلونو کې له پوهنتونونو فارغ شوي او ددې ولایت په دولتي بنسټونو کې يې د ګمارنې په آزموینه کې برخه اخیستې له بریالي کېدو سره سره نه دي منل شوي او پر ځای یې طالبان په دندو ګمارل شوي دي.

د سباوون په نوم یو کس وايي: «څو ځله مې په آزموینه کې ګډون وکړ خو د دندې د پیلولو پرمهال راته استعلامونه راکړل شول چې هغه ځواب کړم او په پای کې راته وویل شول چې د دې دندې وړ نه یې.»

د دې ولایت یو هټۍوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي: «موږ د آزادۍ ورځې په مناسبت پر هټیو درې رنګه ملي بیرغونه پورته کړل چې په همدې جرم طالبانو دوه ورځې بندي او شکنجه کړو.»

د یوې نادولتي موسسې کارکوونکی شاه محمد وايي: «طالبانو زه او زما څو نور همکاران په دې جرم درې ورځې بندي کړو چې بې وزله کسانو ته د توکو د دوهم ځل وېشلو په اړه مو د سیمې له طالب وسلوال سره همغږي نه وه کړې.»

د سیمې یو قومي مشر ملا قریشي (مستعار نوم) وايي چې یوه طالب چارواکي یوه نجلۍ په زور ځان ته نکاح کړه.

نوموړی زیاتوي: «یو هلک چې پر نجلۍ میئن و او د نجلۍ کورنۍ هغه نه ورکوله له دې امله یې ترمنځ شخړه رامنځته شوه موږ غوښتل چې دا موضوع د جرګې له لارې حل او نجلۍ دغه هلک ته نکاح کړو خو کله چې د پتنې په نوم پوستې طالب قوماندان خبر شو دا نجلۍ یې په زور ځان ته نکاح کړه او کورنۍ ته یې خبرداری ورکړ.»

دا ځایي سرچینو د راپورونو له مخې، د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې لسګونه کسان د مخکیني حکومت په پوځي او ملکي ادارو کې د کار کولو په تور نیول او شکنجه شوي دي.