افغانستان

د موسسو د فعالیت درېدو ډېری کورنۍ دروېزې ته اړ کړې دي

په ختیځو ولایتونو کې په دې وروستیو کې د دروېزګرو شمېر زیات شوی، چې خلک د دې کار لامل په لویه کچه بېوزلي او د طالبانو له خوا د نادولتي موسسو تړل کېدل بولي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی، عبدالاحد وایي، سره له دې چې په تېر کې هم سوالګر زیات وو، خو په خبره یې اوس ډېری هغه کورنۍ د دروازو مخې او پر سړکونو لیدل کېږي، چې له دې مخکې یې له موسسو څخه مرستې ترلاسه کولې او اوس دا مرستې بندې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، که د موسسو کار بندیز دوام وکړي ښایي زیات شمېر کورنۍ دروېزې کولو ته مخه کړي.

هغه وايي: «له بده مرغه هر سهار د کور دروازه چې ټکېږي یو ماشوم، سپین ږیری، یا عمر خوړلې مېرمن ولاړه وي او خیر غواړي، چې وپوښتم ولې وایي، د کور سرپرست نه لرم او موسسې مواد نه راکوي نو مجبور یو دا کار وکړم.»

نوي کلن محمد عثمان په ښار کې هرې دروازې ته د دې لپاره درېږي چې ګوندې یو څه ورکړي او خپلو یتیمانو ته یې وروړي.

نوموړی آمو ته وایي، که یې په کور کې کاریګر زوی لرلی هېڅکله به یې دروېزه نه وای کړې.

دغه بوډا سړی په زړه غوني غږ زیاتوي: «په کور کې ۵ یتیمان، یوه مې مېرمن ده او یوه نګور څه وکړم د کار کولو څوک نه لرم ماشومان واړه دي زه په دې سخت حالت کې سوال کوم او یو څو روپۍ چې پيدا کړم بیا کور ته یو څه پرې واخلم.»

نوموړی وایي پخوا یې د یوې خصوصي موسسې د نغدي مرستو کارت درلود خو د طالبانو وروستۍ پرېکړې پرې هغه مرسته هم ودروله.

اخوا، د لغمان اوسېدونکی او ټولنیز فعال نثاراحمد عمرزی هم د سوالګرو زیاتېدل د اندېښنې وړ بولي او وایي طالبان باید په خپله حکومتولۍ کې لومړی بېوزله کورنیو ته پام وکړي ترڅو له دې حالته وژغورل شي.

نوموړی زیاتوي، په دې وروستیو کې ډېری داسې سپین ږیري د درېزې په حالت کې ویني چې ډېره د خواشیني وړ خبره ده.

عمرزی وایي، د طالبانو وروستي فرمان او د موسسو کاربندیز د بېوزله کورنیو حالت نور هم خراب کړی، چې له امله یې ډېری وګړي دروېزې ته اړ شوي دي.

دا اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې طالبانو په خصوصي موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه او ورسره سم موسسو خپل فعالیتونه وځنډول.

شاوخوا دوه اوونۍ کېږي، چې په ټول هېواد کې موسسو خپل فعالیتونه ځنډولي او اړمنې کورنۍ له سخت حالت سره مخ شوې دي.

اکبر موسسې څه موده وړاندې په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي وو، چې په ټول هېواد کې له سلو ډېرې نړیوالې او ملي موسسې له دوی سره غړیتوب لري، چې ډېری یې په هېواد کې بېوزله کورنیو ته بشري مرستې رسوي او اوس یې خپلې مرستې درولې دي.

عام خلک هم له طالبانو غواړي چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي ترڅو نادولتي موسسې خلکو ته خپلو مرستو رسولو ته دوام ورکړي.