افغانستان

کندهار کې دوه پخواني جسدونه موندل شوي دي

د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ د برکت تنګي په ریګو سیمه او ددې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دوو کسانو جسدونه چې پخوا وژل شوي وو وموندل شول.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند حاجي زيد وایي، د سپين بولدک ولسوالۍ د برکت تنګي په سیمه کې وژل شوی کس ۵-۶ کاله مخکې په ظلم سره وژل شوی چې اوس یې جسد او د جامو ټوټې موندل شوې دي.

نوموړي زیاتوي، چې ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د يوه کور په باغچه کې هم د يو کس ښخ شوی چې څو کاله مخکې وژل شوی دی.

په کندهار کې د طالبانو د والي ویاند وايي چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې په دغه ولایت کې کابو ۳۹ مړي موندل شوي او ادعا کوي چې د تېر حکومت پرمهال وژل شوي دي.

له بلې خوا، د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ يو پخوانی مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وایي چې د دې ولسوالۍ د برکت تنګي سیمه له تېرو شلو کلونو راهیسې د جمهوري حکومت په واک کې نه وه او کله کله غلو هم خلک د پیسو لپاره وژل.

په کندهار کې د عدلي طب يو ډاکتر صمد نېکمل وایي، په دې ولایت کې موندل شوي جسدونه لازیاتې څېړنې ته اړتیا لري.

همداراز په کندهار کې د تېر حکومت د امنیه قوماندانۍ د کرمينل تخنيک افسر ندا محمد هم وایي، چې د جسدونو موندل او د هغوی مسلکي څېړنه سيمي ته تلو او ارزونې ته اړتیا لري.

نوموړی وایي: «اوسمهال ګرانه ده، چې وویل شي موندل شوي جسدونه د چا لخوا وژل شوي ځکه پر دغو جسدونو هېڅ مسلکي څېړنه نه ده شوې.»

که څه هم طالبان په ځينو سیمو کې وژنې تېر حکومت ته منسوبوي، خو د مخکیني حکومت غړي وایي، ډېری وژني په هغو سیمو کې شوې، چې د تېر حکومت پر مهال د طالبانو په واک کې وې.