افغانستان

په بامیان کې د کارګرو ماشومانو د زیاتوالي په اړه له ماشومانو د ملاتړو سازمانونو اندېښنه

له ماشومانو ملاتړ سازمانونو په وروستیو میاشتو کې په بامیان ولایت کې د دغو ماشومانو د زیاتوالي خبر ورکوي.

د طالبانو له خوا په کورنیو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو د کار د مخنیوي په اعلان سره ډېری دغو سازمانونو خپل فعالیتونه ځنډولي او یا یې په زیاته کچه کم کړي دي. د ماشومانو د ژغورنې سازمان یو له دغو بنسټونو څخه دی.

د افغانستان له کارګرو ماشومانو د ملاتړ موسسې یا هاسکو مسوولین وایي چې په بامیان ښار کې د کارګرو ماشومانو شمېر زیات شوی دی.

ددغې موسسې بنسټ اېښودونکی مرتضی اقبال زاده وايي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په لومړیو کې په بامیان کې د کارګرو ماشومانو شمېر ۳۵۰ تنه و، خو ددغه بنسټ د دوو میاشتو مخکې سروې ښيي چې دا شمېر ۴۵۰ ته زیات شوی دی.

اقبال زاده وایي چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د افغانستان له کارګرو ماشومانو د ملاتړ موسسې یا هاسکو یو کال مخکې په بامیان ولایت کې د ماشومانو په برخه کې خپل فعالیت پیل کړی دی.

دغه بنسټ تېره اونۍ په بامیان ښار کې د ۱۲۰ کارګرو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې او تازه یې دغو ماشومانو ته ژمنۍ جامې او بوټان ورکړي دي.

د دغه بنسټ یو بل مسوول محمد نسیم امید وايي چې په راتلونکي ژمي کې اقتصادي ستونزې او کورنۍ ننګونې د دې لامل شوې چې لازیات ماشومان پر واټونو کار کولو ته اړ شي.

په بامیان کې د ماشومانو بنسټ رضاکاره غړی هادي حیدري هم وايي چې د مرستندویه بنسټونو د فعالیت درېدل له دغو ماشومانو له ملاتړ سره مستقیمه رابطه لري. د حیدري په باور دا مرستې په کورنیو کې له ماشومانو د ملاتړ په برخه کې اغېزناکې وې چې اوس درول شوې دي.

د ماشومانو د حقونو دغه فعالین وایي چې باید له اړمنو کورنیو سره مرستې دوام وکړي او د لازیاتو ماشومانو لاسنیوی وشي.

د دوی په اند اړتیا ده چې د ماشومانو کورنیو ته مالي او د خوراکي توکو مرستې وشي او ماشومان هم له کوڅو او سړکونو وایستل او د لوست ټولګیو ته ولېږدول شي.

دوی ټینګار لري چې دا مرستې د ماشومانو له اوږدو ستونزې تر یوه بریده کمولای شي.

له بلې خوا، د کورنیو سرپرستان وزګار شوي او دا موضوع د دې لامل شوې چې ماشومان د کار لپاره واټونو ته ووځي.

په افغانستان کې کارګر ماشومان له جدي ګواښ او جسمي او رواني خطر سره مخ دي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د فعالیت درېدل

له بلې خوا، د ماشومانو د خوندیتوب سازمان تېره ورځ په یوه ټویټ کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې په نادولتي او بهرنیو موسسو کې له کاره د مخنیوي له امله اړ شوي چې په دې هېواد کې خپل فعالیت ودروي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان لیکلي: «مجبور یو چې د ښځو د کار د مخنیوي له امله په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروو. ددې لپاره چې د ښځو فعالیت د خدماتو د خوندي او اغېزمن دوام لپاره اړین دی. له بده مرغه کورنۍ له بې وزلۍ او لوږې سره مخ دي او دوی تر ډېره خپل ماشومان د کار لپاره خطرناک چاپېریال ته استوي.»

دا په داسې حال کې دي چې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان په وینا په افغانستان کې ۱۴ میلیونه ماشومان انسان دوستانه مرستتو ته اړتیا لري.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان د فعالیت درېدل د هغو ماشومانو لپاره چې له ناوړه وضعیت سره مخ دي یو بل خواشینونکی خبر دی.