افغانستان

ننګرهار کې یوې خصوصي موسسې ۳۰ یتیمانو ته د مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړه

د افغانستان د یتیم پالنې خیریه موسسې په ننګرهار کې د ۳۰ تنو یتیمو ماشومانو لپاره د خیاطۍ زدهکړې پنځه میاشتنی ښوونیز پروګرام پيل کړ.

د یادې موسسې مسولین وایي، له د  دې کار موخه یې د یتیمو ماشومانو ځان بسیاینه ده.

په ختیځ کې د یتیم پالنې خیره موسسې د خیاطۍ پروژې مرستیال حنیف‌الله اخوندزاده وایي، په یاد پروګرام کې د خیاطۍ ترڅنګ یاد شمېر یتیمو ماشومانو ته د انګلیسي ژبې او ریاضي په برخو کې هم د زده‌کړو زمینه برابرېږي.

د اخوندزاده په وینا ګډون کوونکي، ماشومان به د جامو او واسکټ ګنډلو طریقه زده‌کړي.

نوموړی وایي: «ننګرهار کې موږ ۳۰ یتیمو زده‌کوونکو ته د خیاطۍ زمینه برابره کړې او دوی ته د انګلیسي او ریاضي زده‌کړو پروګرام هم په پام کې لرو. انشاءالله له دې ځایه به دوی ښه پوره په مسلک پوه فارغ کړو.»

اخوندزاده وایي، دوی هڅه کوي د هېواد په کچه یتیم او بې‌سرپرسته ماشومان په بېلابېلو کسبونو کې وروزي،  ترڅو د خپلو کورنیو ستونزو حل ته اوږه ورکړي.

د هسکې مینې اوسیدونکی شاهین چې د خپلې کورنۍ سرپرست دی وایي، پخوا به یې په کراچۍ سبزي پلورله، چې په خبره یې نه یې شو کولای د کور اړتیاوې پرې پوره کړي.

شاهین وایي د خیاطۍ په زده‌کولو سره به د خپلې کورنۍ اړتیا وې په اسانۍ سره پوره او ترڅنګ به یې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

هغه وایي: «اوس دلته ښار کې ژوند کوو، زه یتیم یم، مخکې مې ترکاري پلورله، خوشحاله یم چې دلته راته زمینه برابره شوه. د کورنۍ سرپرست یم غواړم له دې وروسته کورنۍ ته اړتیاوې په اسانه پوره کړم.»

سلیمان بیا د خوږیاڼیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی. نوموړی وایي، په دې نیت یې د خیاطۍ زده‌ کولو پروګرام کې برخه اخیستې ده چې له دې لارې خپلې کورنۍ ته حلاله نفقه وګټي.

سلیمان وایي: «خوښ یم چې د خیاطۍ زمینه راته برابره شوه کور کې څوک نه لرم مجبور یم زه کار وکړم دلته کوشش کوم چې ډېر څه زده کړم.»

په هیواد کې وروستیو  جګړو میلیونونه افغان ماشومان یتیمان کړل، چې د سرپرست د نشتون له امله یې ډیری د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه لري او د ژوند سختۍګالي.

د چارو پوهان وایي، د هیواد یتیمو ماشوماونو د ښه راتلونکي لپاره دې طالبان د زده‌کړو ترڅنګ د بېلابېلو کسبونو ښوونیز پروګرامونه چمتو کړي، ترڅو دوی راتلونکي کې نسبي ښه ژوند ولري.