روغتیا

د کم کیفیته درملو قاچاق؛ د هېوادوالو لپاره لویه ستونزه

یو شمېر کابل ښاریان د درملو د بیو له لوړوالي او په روغتونونو کې یې د کمښت په اړه په شکایت سره وایي چې ډېره برخه هغه درمل چې هېواد ته واردېږي، کم کیفیته دي.

دوی وايي چې پر مالي زیان سربېره، د هغو یو شمېر ناروغانو ځان له خطر سره مخ کېږي چې کم کیفیته درمل کاروي.

د کابل یو اوسېدونکی احمد والي وايي: «یو کال کېږي چې مور مې ناروغه ده، په دې ناوړه اقتصادي وضعیت کې مې څو ځله ډاکتر ته مراجعه وکړه. د ډاکتر د معاینې پیسې له یوې خوا او د بې کیفیته درملو لوړه بیه له بلې پلوه موږ له ګڼو ستونزو سره مخ کړي یوو.»

هغه زیاته کړه: «په کابل کې کم کیفیته درمل زیات شوي او څوک نشته چې دا ستونزه وارزوي. زه مجبور یم خپله مور د درملنې لپاره یوه ګاونډي هېواد ته ولېږدوم، د دومره درملو له کارولو وروسته باید زما مور ښه شوې وای؛ خو د بې کیفیته درملو خوړلو زما د مور روغتیایي حالت لا خراب کړ.»

د کابل یو بل اوسېدونکی محمد رفیع په دې اړه وايي: «هېڅکله په کم کیفیته او تاریخ تېرو درملو د ناروغ درملنه نه کېږي، طالبان باید ددې کار مخه ونیسي.»

هغه څرکنده کړه: «ددې لپاره چې د بې کیفیته درملو بیه ټیټه ده، دا ډول درمل په درملتونونو کې پرېمانه پیدا کېږي. دا د سرپرست حکومت (طالبانو ادارې) مسوولیت دی چې بندرونه کنټرول کړي.»

کم کیفیته درمل په قاچاقي توګه هېواد ته واردېږي

د یوه درملتون خاوند احمد پرویز وویل: «په هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ډېری درمل په قاچاقي ډول هېواد ته واردېږي او دا درمل بې کیفیته دي او په درملتونونو کې په نسبتاً ارزانه بیه پلورل کېږي.»

هغه زیاته کړه: «له دې امله چې طالبان له سوداګرو لوړه مالیه اخلي او سوداګرو واردات کم کړي، دا چاره د دې لامل شوې چې کم کیفیته درمل په قاچاقي توګه افغانستان ته وارد شي.»

له بلې خوا، د روغتیایي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د ډاکترانو د تشخیص او درملنې ترڅنګ، کم کیفیته درمل د ناروغانو په روغتیا کې مهم رول لري.

دوی زیاتوي چې که دې موضوع ته جدي پام ونه شي، په افغانستان کې د جګړې او نښتو ترڅنګ ښایي یو شمېر خلک د بې کیفیته او قاچاقي درملو د کارولو له امله خپله روغتیا له لاسه ورکړي.

د آمو خبریال له هڅو سره سره د طالبانو د عامې روغتیا مسوولین په دې اړه ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

دا په داسې حال کې دي چې د ټیټو روغتیایي خدماتو له امله، هر کال زرګونه افغانان د درملنې لپاره د هند، ایران او پاکستان په ګډون بهرنیو هېوادونو ته ځي.