افغانستان

ننګرهار کې ۶۱۶ بېوزله ماشومان په مسلکي زده کړو سمبال شول

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د HHRD موسسې په مرسته ۶۱۶ ماشومان په بېلابېلو کاري برخو کې وروزل شول.

د دغې موسسې مسوول ذبيح الله شيرزاد وايي، چې دغو ماشومانو ته په پنځو برخو لکه خياطۍ، مبايل ترمیمولو، ترکاڼۍ، سافټویر انجينرۍ او د کمپيوټر، انګليسي او CV ليکلو برخو کې مسلکي زده کړې ورکړل شوې.

د ننګرهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو رییس فریدالله حقاني وایي چې په دوی کې یتمیان او هغه ماشومان شامل وو، چې تر ډېره یې په ښار او بازار کې له خلکو دروېزه کوله.

نوموړی وایي، دوی ته له فراغت وروسته کاري وسایل هم ورکړل شول ترڅو د خپلو کورنیو د ورځنيو اړتیاوو په برابرولو کې مرسته وکړي.

هغه زیاتوي: «دا کسان څو میاشتې وروزل شول، په دوی کې د درېیمې ناحیې بېوزله ماشومان شامل وو، چا به دروېزه کوله او ځینې نور په کې یتیمان وو نو دوی مو ښه وروزل څو بیا مجبور نشي له چا خیرات وغواړي.»

حمید چې د خیاطۍ په برخه کې زده کړه کړې وایي نه یې د زده کړو وس درلود او نه یې کورنۍ ته د ورځنیو اړتیاوو برابرولو لپاره کومه لاره لره.

هغه وایي، اوس به وکولای شي د خپل لاس په مزدورۍ د کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره او چا ته د مرستې لاس اوږد نه کړي.

نوموړی وایي: «سخته وه مجبور وم خیرات وغواړم، کورنۍ کې مې څوک نه وو هرڅه ما ته په غاړه وو، اوس کولای شم کار وکړم او کورنۍ ته نفقه پيدا کړم.»

د HHRD موسسې مسوولین وایي، په روان ۲۰۲۳ کال کې هم پلان لري، چې ګڼ شمېر  نويو کسانو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړي.

عام خلک هم په دې کار خوښي څرګندوني، خو وايي د اړمنو کورنیو د لاسنیوي په برخه کې دا چاره بسنه نه کوي.

ټولنیز فعال عزیز آمو ته وایي، یوازې په تورخم او سرخرود ولسوالیو کې زرګونه ماشومان له خپلو حقونو بې برخې دي او سخت کارونه کوي، چې اړتیا ده دوی ته د زده کړو ترڅنګ د مسلکي زده کړو زمینه برابره شي تر څو احتیاجه وژغورل شي.

دی وایي، که په دې برخه کې اقدامات ګړندي شي او له توپیر پرته اړمن ماشومان وروزل شي ډېر مثبته پایله به ولري.

عام خلک نیوکه کوي چې د طالبانو د ناسمې تګلارې له امله ولس له ستونزو سره مخ شوی دی.

د دوی په خبره لسګونه موسسو په بېلابېلو برخو کې د خلکو لاسنیوی کاوه، چې په هغې کې د ښځينه وو د کار بندیز په اړه د طالبانو پرېکړې ګڼې موسسې له خپلو کارونو لاس په سر کړې.

دوی وایي، که موسسې خپل کارونه د تل لپاره ودروي بشري ناورین به رامنځته شي، چې د عامو خلکو په باور طالبان به یې په هېڅ ډول د کابو کولو وس ونه لري.