افغانستان

د طالبانو په بند کې د مخکیني حکومت د دفاع وزارت د کدر او پرسونل ادارې د مرستیال وژل کېدل

د ملي دفاع وزارت د کدر او پرسونل ادارې د مخکیني مرستیال جنرال محمد ابراهیم جهادیار د کورنۍ غړي آمو ته وایي، چې طالبانو د پوځ دغه مخکینی جنرال وژلی دی.

د دغه جنرال یو خپلوان وایي چې طالبانو هغه د لړم میاشتې پر پنځمه نېټه د کابل په قلعه فتح‌الله کې له خپل کوره ونیوه او نږدې له دوو میاشتو وروسته یې کورنۍ د هغه د وژل کېدو خبر ترلاسه کړی دی.

د ابراهیم جهادیار زوی عبدالظهور سیرت د ۱۴۰۱ د لړم پر ۶ آمو ته وویل: «په خواشینۍ سره د پنجشنبې ورځې سهار ۱۰:۳۰ بجې شاوخوا وې چې طالبان له اجازې غوښتلو پرته زموږ کور ته دننه شول. هغوی زما د کوچنیو وروڼو او خویندو په وهلو ټکولو زموږ پلار په جبري توګه وایست او ان اجازه یې ورنه‌کړه چې خپلې جامې بدلې کړي او یا بوټ پښو کړي.»

د ابراهیم جهادیار د کورنۍ غړي د هغه د مړینې خبر له ترلاسه کولو وروسته په دې اړه خبرو ته حاضر نه شول.

د ښاغلي جهادیار خپلوانو آمو ته وویل چې دغه مخکینی پوځي د طالبانو د استخباراتو له خوا له نږدې یوه میاشت نیول کېدو وروسته وژل شوی دی. خو دغې ډلې د ښاغلي جهادیار د وژل کېدو خبر اوس د ده کورنۍ ته ورکړی دی.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین میرزا محمد یارمند له آمو سره په خبرو کې وایي: «جنرال جهادیار د دفاع وزارت په کدري برخو کې خدمت کاوه او داسې افسر نه و، چې له طالبانو سره جنګېدلی وي. اصلاً له دې امله ونیول او شکنجه شو چې طالبان دنده لري افغانستان له پوځي، سیاسي او کدري ارزښتونو او قومي شخصیتونو څخه تش کړي او افغانستان یوازې د دوی په واک کې پاتې شي او څوک دوی ته هېڅ هم ونه شي ویلای.»

په همدې حال کې د محمد ابراهیم جهادیار کورنۍ ته نږدې سرچینې وایي چې په تېرو دوو نیمو میاشتو کې چې هغه د طالبانو په بند کې و، کورنۍ یې د هغه په اړه هېڅ ډول معلومات نه لرل او طالبانو هغوی ته د ده د ساتلو د ځای په اړه څه نه ویل.

که څه هم طالبانو د اګسټ پر شپاړسمه نېټه له واکمنېدو وروسته عمومي بښنه اعلان کړه، خو دغه ډله په تېرو ۱۶ میاشتو کې څو ځله له مخکینیو امنیتي ځواکونو سره پر ناوړه چلند او د هغوی پر وژلو او شکنجې تورنه شوې ده.