افغانستان

د ننګرهار په اسدخېلو کې د بمونو مور له استعماله ۵ کاله وروسته د څښاک اوبه پیدا شوې

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ د اسدخېلو اوسېدونکي په تېرو ۵ کلونو کې د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي له امله له سختو ستونزو سره مخ وو.

د دغې سیمې اوسېدونکي وایي، له هغې وروسته چې پر دې سیمه د امریکا له لوري د بمونو مور په نوم لوی بم وغورځول شو ددې سیمې اوسېدونکي له دې ځایه کډه شول او اوبه یې د څښلو نه وې او خلکو ته یې زیان رسولی و.

تازه په دغه سیمه کې سویډن کميټې د شل میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا پرمټ د څښاک پاکو اوبو یوه شبکه فعاله او د سیمې څه د پاسه ۵۰۰ کورنۍ به له پاکو اوبو برخمنې شي.

مسوولین وایي، په دغه سیمه کې د اوبو دا شبکه داسې مهال فعالېږي، چې له دې وړاندې ۵ کاله د دې سیمې خلک د څښاک پاکو اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

د ننګرهار د کلیو د پراختیا لپاره د طالبانو رییس عصمت الله مبارز وایي، دا شبکه د UNDPله لوري د ۱۱ میليونه افغانيو په مالي لګښت د سويډڼ کمېټې په تخنيکي همکارۍ جوړه شوه.

ځایي خلک هم د یادې پروژې له بشپړیدو خوښ دي.

ځایي اوسېدونکی میرخان وایي، په اسدخیلو سیمه کې د بمونو مور له استعمال وروسته د څښاک پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې په دې سره یې ستونزه تر ډېره حل شوه.

هغه زیاتوي: «موږ له ګڼو ستونزو سره مخ وو، لیرې سیمې نه به مو اوبه راوړلې، ددې ځای د اوبو له څښلو مو وېره لرله چې خدای مکړه کومه ستونزه راته پیدا نه کړي ځکه د بمونو مور له کارولو وروسته خلکو د اوبو په اړه هم اندېښنه لري چې ستونزه ورته پیدا نه کړي.»

د سویډن کمیټې مسوولین وایې، پلان لري په نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت په ځینو نورو سیمو کې هم ورته پروژې عملي او د ځینې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

د سپین غر ولسوالۍ د اسدخېلو سیمه په ۲۰۱۷ کال کې د داعش ډلې تر ټولو ستر مرکز بلل کېده چې هغه مهال پرې امریکايي ځواکونو د اپرېل په ۱۳ مه د بمونو مور تر ټولو ستر بم وغورځاوه.

خو د هغه بم له استعمال وروسته په دې سیمه کې د خلکو په وینا ګڼې ناروغۍ رامنځته شوې او له امله یې د روغتیايي مسوولینو په خبره اوس تر ډېره هغه سیمه پاکه او خلک کولی شي په ډاډه زړه هلته ژوند وکړي.

د دې سیمې اوسېدونکي لاهم د خپلو ویجاړو شویو کورونو پر ودانولو بوخت دي او لاهم هلته عادي ژوند نه دی پيل شوی، چې دا چاره وخت ته اړتیا لري خو ښایي د طالبانو د وروستیو فرمانونو له امله دا چاره ستونزمنه شي.