افغانستان

کونړ کې د یو شمېر بې وزله ماشومانو لپاره د لنډمهاله زده کړو زمینه برابره شوې

په داسې حال کې چې د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی او په دې وروستیو کې په پوهنتونونو کې او د لوړو زده کړو په موسسو کې هم نجونې له زده کړو منع شوې دي.

په کونړ ولایت کې د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې له خوا له یو شمېر یتیمو او بې وزله ماشومانو څخه آزموینه اخیستل شوې او د زده کړو زمینه ورته برابره شوې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مسوولینو په وینا دغه ښوونیز پروګرام اته میاشتنی دی او له هغې وروسته به دا ماشومان دولتي ښوونځیو ته معرفي شي.

ددغه ولایت په مرکز اسدآباد کې تېره ورځ د کونړ له بېلابېلو ولسوالیو څخه ۱۵۰ ماشومان په یوه مرکز کې په زده کړو بوخت دي.

په کونړ کې د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مسوول حاجي شاه زلمی وایي، بې وزله او یتیمو ماشومانو ته یې د زده کړو زمینې برابرولو بهیر پیل کړی دی.

هغه زیاتوي: «د دې لپاره مو ځانګړي ټیمونه ګمارلي ترڅو د کونړ په بېلابېلو ولسوالیو کې دغه ډول ماشومان په ګوته د زده کړو زمینه ورته برابره کړي.»

نوموړی وايي چې دغو ماشومانو ته جامې او درسي وسایل ورکول کېږي او هغه ماشومان چې له لیرې ولسوالیو راځي د ترانسپورت آسانتیا ورته برابره شوې ده.

د ماڼوګي ولسوالۍ یو ماشوم حسام چې د بې وزلۍ له امله هېڅ ښوونځي ته نه دی تللی له دغه ښوونیز پروګرامه خوښي څرګندوي.

نوموړی وایي: «زه دیارلس کلن یم او د کورنۍ سرپرستي پرغاړه لرم هره ورځ سخت کارونه کوم ترڅو د کورنۍ لپاره یوه نمړۍ ډوډۍ پيدا کړم له همدې امله له زده کړو بې برخې شوی یم.»

دغه زده کوونکی وایي، غواړي چې په دغه پروګرام کې په ګډون سره زده کړه وکړي ترڅو خپلو هیلو ته ورسېږي.

د کونړ د اسمار ولسوالۍ اوسېدونکی جابیرالله یتیم ماشوم دی. هغه وايي پلار یې د مخکیني ملي اردو په لیکو کې دنده ترسره کوله چې څلور کاله مخکې ووژل شو.

نوموړی زیاتوي: «زموږ ستونزې زیاتې دي له همدې امله له زده کړو بې برخې وم اوس چې د سرې میاشتې ټولنې له لوري د وړیا زده کړو زمینه راته برابره شوې غواړم چې زده کړې وکړم او پر دې کار خوښ یم.»

د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مسوولین وايي په ټول هېواد کې یې د بې وزله او یتیمو ماشومانو لپاره د لنډمهاله زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د ویلو ده چې د هېواد د نورو ولایتونو په شان په کونړ ولایت کې هم د بې وزلۍ له امله زرګونه ماشومان له زده کړو بي برخې دي او سخت کارونه کوي .

د جمهوري نظام په سقوط او د طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د وزګارۍ او بې وزلۍ کچه لوړه شوې او زرګونه ماشومان د زده کړو پرځای سخت کارونه کوي ترڅو د کورنیو اړتیاوې برابرې کړي.