نړۍ

مخکینی پاپ شپاړسم بندیکټ ومړ

په پاپ شپاړسم پاپ بندیکټ مشهور جوزف الویسیو راتزینګر نن د شنبې په ورځ واتیکان کې په خپل استوګنځي کې مړ شو.

د واتیکان نیوز د وېب‌پاڼې د راپور له مخې د جرمني دغه پاپ د نړۍ د کاتولیکانو له مشرۍ د څنډې ته کېدو وروسته د ایټالیا په واتیکان کې ژوند کاوه.

د دغه راپور پربنسټ د شپاړسم بندیکټ مړی به د جنورۍ له دویمې په سن پیترو کلیسا کې د ده پلویانو د وروستي لیدو لپاره کېښودل شي.

د دغه مخکیني پاپ وضعیت په وروستیو ورځو کې د لوړ عمر له امله د خرابوالي په حال کې و.

د نړۍ د کاتولیکانو اوسني مشر پاپ فرانسیس د ډسمبر پر ۲۸ د پاپ بندیکټ له سختې ناروغۍ خبر ورکړی و، او له مسیحیانو یې غوښتي وو چې دعا ورته وکړي.

د شپاړسم بندیکټ د خښولو د مراسمو وخت به نن شنبه اعلان شي.