افغانستان

ملا هبت الله خپل سلاکار په کندهار کې د لوی جومات خطیب ټاکلی

د طالبانو مشر، ملا هبت الله اخوندزاده د تېري پنجشنبې په ورځ د يوه فرمان له مخي مولوي حبيب الله حقاني په کندهار کې د عمر جامع جومات خطيب وټاکه.

د دغه جامع جومات د خطيب په توګه د مولوي حبيب الله حقاني له ټاکل کېدو وروسته د نوموړي په امامت تېره ورځ زرګونه کسانو د کندهار په دغه لوی جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ.

مولوي حبيب الله حقاني څوک دی؟

مولوي حبیب‌الله حقاني په ۱۳۶۵ هجري قمري کال کې د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ په نلغام سیمه کې زېږېدلی، نوموړي لومړنۍ زده‌کړې له خپل پلاراو پنجوائي ولسوالۍ کې له ځينو نورو ديني عالمانو ترلاسه کړې.

حقاني د پېښور دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک مدرسه کې دستار بندۍ تر کچي زده کړې کړې دي.

وروسته نوموړی د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ پر مهال کندهار ته راغلی او دلته يې زرګونه شاګردان روزلي او د تفسير، فقې او احاديثو په برخو کې يې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي.

د طالبانو اوسني مشر ملا هبت الله اخوندزاده د حبیب الله حقاني شاګرد تېر شوی دی.

په طالبانو ډله کې د حبيب الله حقاني رول

مولوي حبيب الله حقاني د روسانو د یرغل پر مهال د جلال‌الدین حقاني ملګری او د روسي ځواکونو ضد جګړه کې یې برخه اخیستې ده.

مولوي حبیب‌الله حقاني د طالبانو د مخکنيو مشرانو ملا محمد عمر مجاهد، ملا اختر محمد منصور له سلاکارانو څخه و او همدارنګه اوس د ملا هبت الله سلاکار او نږدې کس دی.

حقاني د طالبانو د کره کتنې د بورډ غړی او په پلازمني کابل کې د طالبانو له لوري د ديني عالمانو د لویې غونډې تنظيم مشر و.

د عمر جامع جومات

عمر جامع جومات د کندهار ښار په زړه کې له لوی جامع جومات دی، چې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال یې ددې ډلې د بنسټګر ملا محمد عمر اخوند له لوري په ۱۳۸۵ کال کې د بنسټ ډبره اېښودل شوې.

دغه ځای چې عمر جامع جومات پرې جوړ شوی د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۴۳ کال کې سينما جوړه شوې وه، چې وروسته په ۱۳۷۴ کال کې دا سينما له فعاليت ولوېده.

په ۱۳۸۵ کال کې طالبانو دا سينما ونړوله او پر ځای يې د عمر جامع جومات د جوړولو کار پېل شو.

پر دغه جامع جومات له تېر حکومت راهيسي ميلونونه ډالر لګول شوي، خو لا یې کارونه نه دي بشپړ شوي.