افغانستان

د طالبانو استخبارات: رسنۍ باید د ښځو د کار مخنیوي ته چمتو وي

په کندهار کې د طالبانو د استخباراتو مسوولینو له خبریالانو سره په ناسته کې پر رسنیو د تازه محدودیتونو خبر ورکړی دی.

د طالبانو د استخباراتو ریاست د رسنیو دفتر مسوول همیم ارسلان په هغه ناسته کې چې د چهارشنبې په ورځ په کندهار کې ترسره شوې وه وویل، رسنۍ باید د ځینو بدلونونو راتلو ته چمتو شي.

د طالبانو د استخباراتو ریاست دغه چارواکي ویلي چې رسنۍ باید د ښځو د کار د مخنیوي لپاره چمتو شي او د مېرمنو د کار لپاره اړتیاوې کمې کړي.

د کندهار له يو شمېر خبريالانو سره په دغه ناسته کې د طالبانو د استخباراتو د عمومي رياست مسوولينو، ددغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست، امر بالمعروف، حج او اوقافو، لوړو زده کړو او امنیې قوماندانۍ مسوولينو ګډون کړی و.

د طالبانو د استخباراتو ریاست د رسنیو مسوول همیم ارسلان وویل، چې له دې وروسته رسنۍ په رسنیو کې موسیقي په مطلق ډول بنده ده، رسنیو کې سريالونه بند دي، د رسنیو په خپرونو کې د ښځينه او نارينه ګډه خپرونه په بشپړ ډول بنده ده، رسنیو ته د مېرمنو اړيکې نیول منع دي (يوازې طبي او ديني خپرونو ته په محدود ډول) زنک وهلی شي، په رسنیو کې باید د نارينه او ښځينه کارکونکو خونې جلا وي، د رسنیو ښځينه کارکوونکې باید حجاب مراعات کړي، په رسنیو کې د مېرمنو خپرېدونکې ویډیو واکسپاپونه او نظرونه باید په حجاب کې وي له هغه پرته د خپرېدو اجازه نه لري، د رسنیو په بحثونو کې ګډون کوونکې مېرمني که د سکايپ له لارې هم وي باید حجاب مراعات کړي، هغه کسان په رسنیو کې د ګډون اجازه نه لري، چې د نظام مشروعیت نه مني، د ملا هبت الله نوم باید (د اسلامي امارت مشر شیخ ملا هيبت الله آخوند) ياد شي د طالبانو مشر باید ورته و نه ویل شي، رسنۍ دې امنیتي پېښي خپرې کړي، خو هغه دې لويې نه ښیي، ځکه رواني امنیت ته صدمه رسوي.

د طالبانو د استخباراتو دغه مسوول وايي دا د طالبانو واحده پرېکړه ده، چې خبریالان او رسنۍ يې په عملي کولو مکلف دي.

ارسلان وویل، چې پورتني ټکي باید په کلکه عملي شي په اړه یې له هېڅ خبريال او رسنۍ سره بحث نه کوي.

په دغه ناسته کې د کندهار د امربالمعروف رییس عبدالرحمن طيبي هم وویل: «موږ د نړۍ د هېڅ فشار پروا نه لرو.»

طيبي زیاته کړه، دوی خپل کار کوي، د نړۍ پروا نه لري، خو د خبريالانو او رسنیو د خونديتوب او امنیت ډاډ ورکوي.

په دغه ناسته کې ګډون کوونکي خبريالان بيا د طالبانو ددغو خبرداریو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، طالبان پرته له دې چې رسنیو ته رسمي لیک ولېږي دوی په زور د خپلو غوښتنو عملي کولو ته اړ باسي.

له دې مخکې په غزني ولایت کې هم د طالبانو د استخباراتو مسوولینو له خبریالانو سره په ناسته کې پر رسنیو د محدودیتونو پر دوام ټینګار کړی دی.

طالبان چې شپاړس میاشتې مخکې پر افغانستان بیا واکمن شول له هغه وخت راهیسې یې پر رسنیو او خبریالانو په تېره بیا ښځو محدودیتونه زیات کړي دي.