افغانستان

د شوروي له پوځ څخه پاتې سرتېری په هرات کې ومړ

هرات ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې تایید کړه چې له روسي ځواکونو یوازیني پاتې سرتېری په شیخ عبدالله مشهور حکیموف پر افغانستان د روسیې پوځ د یرغل په کلونو کې په هرات کې ونیول شو، نن سه شنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه په ۵۰ کلنۍ هرات ښار کې د تنفسي ناروغۍ له امله ومړ.

هغه په هرات کې له نیول کېدو وروسته مسلمان شو او واده یې وکړ او په هرات ولایت کې یې خپل ژوند ته دوام ورکړ او خپل نوم یې له حکیموف څخه شیخ عبدالله ته بدل کړ.

د سرچینو په وینا له شیخ عبدالله یوه لور پاتې ده.

د شیخ عبدالله پلار د روسیې او مور یې د اوکراین وه.