فرهنګ او هنر

د غزني په زاړه ښار کې د سنايي غزنوي زیارت

د سنايي غزنوي مقبره، په غزني ښار کې له لرغونو او سپېڅلو ځایونو څخه ګڼل کېږي.

لکه څنګه چې د سنایي له شعر څخه څرګندېږي، هغه د خپل وخت په ټولو علومو برلاسی او په ځینو څانګو کې له ځانګړي استعداده برخمن و.

ددغه لوی شخصیت قبر د غزني په زاړه او تاریخي ښار کې دی او هغه سیمه چې د نوموړي زیارت پکې دی، اوسمهال د نوموړي په ویاړ په «حکیم سنايي» شهرت لري.

د سنایي د مړینې د وخت په اړه څو نقل قولونه موجود دي؛ خو د فارسي ادب په لرغونو کتابونو کې د نوموړي د وفات وخت ۵۲۹ هجري قمري کال لیکل شوی دی.

ابوالمجد مجدود ادم ابن سینا له مړینې وروسته په خپل زېږنځای غزني کې خاورو ته وسپارل شو او له هغې وروسته یې قبر د خلکو په زیارت بدل شو.

ددغه عارف شاعر قبر په مغولان سیمه کې او د غزني د سیند ترڅنګ موقعیت لري.

څو کاله مخکې، د نوموړي مقبره چې کوچنۍ وه تخریب شوه او اوسنۍ یې د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پرمهاله جوړه شوې ده.

د سنايي مقبره په وسپنیز پوښښ سره لوړ ګونبدونه لري او دواړو لوریو ته یې دوه بازوګان د غوږوالۍ په شان له ورایه ښکاري چې د ښي لوري له ودانۍ د جومات په توګه کار اخیستل کېږي.

ددغه عارف د مقبرې غولی په مرمر ډبرو پوښل شوی او په بېلابېلو نقاشیو څو نور قبرونه هم هلته موجود دي.

د غزني او د هېواد د نورو ولایتونو اوسېدونکي حضرت سنايي غزنوي ځانګړی ارزښت ورکوي او تل له هرې سیمې دغه زیارت ته ورځي.

حکیم سنایي غزنوي د عرفان، اخلاقو او حکمت په برخو کې پراخ آثار او تالیفات لري چې له هغې جملې حدیقه الحقیقه، سرالعباد الی المعاد، کارنامه ی بلخ، طریق التحقیق او دیوان اشعار یادولای شو.