ښځې

د نجونو پر مخ د پوهنتونونو له تړل کېدو سره همهاله ننګرهار کې یو طبي انستیتوت هم وتړل شو

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت هغې پرېکړې، چې نجونې دې تر امر ثاني پورې پوهنتونونو ته نه پرېښودل کېږي، پر خصوصي روغتیايي مرکزونو او پوهنتونونو بده اغېزه کړې ده.

په جلال اباد ښار کې د خصوصي روغتیايي انستیتوتونو مسوولین وایي، چې د دوی ډېری زده کړیالان نجونې وې، چې له وروستۍ پرېکړې سره هم مهاله دوی له سخت اقتصادي حالت سره مخ دي.

دوی زیاتوي، له دې وړاندې د ښوونځیو د دروازو تړل کېدو د دوی محصلین نیمايي ته کم کړل، چې له دې وروسته ښايي د لوړو زده کړو ډېری خصوصي د محصلینو د نشتون له امله وتړل شي.

له همدې پرېکړې سره سم د محصلینو د کمښت او نجونو په ننګه په جلال آباد ښار کې د ډاکتر اشرف د روغتیايي علومو انستیتوت هم خپل فعالیت د تل لپاره ودراوه.

د دغه انستیتوت مشر ډاکتر سمیع الله شینواري په خپله فېسبوک پاڼه ویلي: «د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندېدو په غبرګون مو د ډاکتر اشرف د روغتیایي علومو انستیتوت دايمي بند کړ. نور ﺯه فعاليت نه کوم ما ته او ﺯما خويندو ته صبر او زغم سخت حالت دى ﺯما ولسه د ﺯړه د درده مو دا کار وکړ.»

نوموړي له آمو سره په خبرو کې وویل، چې دا کار یې د نجونو په ننګه کړی او تر هغې به یې تړلی وي، څو د نجونو پر وړاندې ټولې ښوونیزې دروازې نه وي پرانیستل شوي.

نوموړی زیاتوي: «سخته ده چې په ټولنه کې نیمایي وګړي تر پښو لاندې کېږي، دا کار مې د نجونو په ننګه وکړ او تر هغه به دا بنسټ تړلی وي، چې طالبان د نجونو پر مخ ټول ښوونځي او پوهنتونونه خلاص نه کړي.»

ډاکتر سمیع الله شینواری زیاتوي په ښوونیزو مراکزو کې په بشپړ ډول اسلامي اصولو ته پام کېده او نجونو هېڅکله اسلامي حجاب او اصول نه دي تر پښو لاندې کړي.

هغه څرکنده کړه: «ما سره کابو ۲۰۰ ښځینه او نارینه استادان او لږ ترلږه یو زره او ۵۰۰ محصلین چې ډېری یې نجونې وې دلته په زده کړو او فعالیت بوخت وو، نارینه به بل ته ولېږدوم خو ښځینه چې تر هغې طالبان له دوی سره چلند سم نه کړي بیا د دوی لپاره ښايي فعالیت ونکړم.»

دغه انستیتوت د قابله ګۍ، فارمسي، د غاښونو پروتیز، طبي تکنالوژۍ او عالي نرسنګ په څانګو کې ځوانان روزل.

د دې ترڅنګ د یو شمېر نورو روغتیايي انستیتوتونو مسوولینو هم ورته اندېښنه لري او وایي، چې که نجونو ته د زده کړو اجازه ور نه کړل شي د دوی ادارې به وتړل شي.

د مالوماتو له مخې، ننګرهار کې اوسمهال ۱۳ خصوصي روغتیايي انستیتونه فعالیت لري، چې د طالبانو له دې پرېکړې وروسته ډېری یې له ورته حالت سره مخ دي او مسوولین یې وایي که د نجونو پر وړاندې بندیزونه دوام ولري نو په لنډ وخت کې به د نورو تحصیلي ادارو دروازې هم وتړل شي.