ورزش

له افغانستانه لیونل مسي ته ډالۍ

د یوې نوښتګرې ډلې غړو د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام نښان (لوګو) جوړ کړی او غواړي هغه د نړۍ نامتو فوټبال لوبغاړي لیونل مسي ته ورکړي.

بازمحمد فیضي چې د دغه نښان یو له جوړونکو دی وایي چې غواړي په دې کار سره یادونه وکړي، افغانان باید له پامه ونه‌غورځول شي.

هغه دوام ورکړ: «په دې کار سره نړۍ ته یادونه کوو، چې که څه هم په افغانستان کې نظام بدلون کړی؛ خو خلک شته او باید هېر نه شي. افغانان ډېر ښه استعداد لري او د ترټولو غوره ژوند وړ دي.»

دغه هنرمند ځوان د حقوقو او سیاسي علومو سند لري او ۹ کاله یې د افغانستان له خصوصي رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی دی.

فیضي وویل: «زما دویم مسلک خبریالي ده. د شته شرایطو له امله د خبریالۍ کار راته ستونزمن شوی او یو یوټیوب چینل مې جوړ کړی ترڅو وکولای شم حلالې پیسې پیدا کړم.»

هغه د قطر د فوټبال نړیوال جام د نښان جوړولو په اړه زیاته کړه چې د دغه نشان جوړولو دوې اونۍ وخت واخیست او په جوړولو کې یې شپږو تنو ونډه لرله: «بنسټ یې له تختې دی او کابو ۸ زره دوه میلي غمي په دوو رنګونو پرې کار شوي دي.»

دغه هنرمند خوان ټینګار کړی چې دا نښان د نړیوال جام په وروستیو ورځو کې د جوړېدو په حال کې و ترڅو بریالۍ ډلې او غوره لوبغاړي ته یې د ډالۍ په توګه ورکړو چې له نیکه مرغه مسي یې د ترلاسه کولو وړ شو.

هغه د دې نښان د لېږلو د څرنګوالي په اړه وویل: «هڅه کوو چې د ټرانسپورتي شرکتونو او یا هم د درېیم هېواد له لارې دغه ډالۍ مسي ته ولېږو.»

لیونل مسي تېره اونۍ بریالی شو چې د ارجنټاین فوټبال ملي لوبډلې او ورسره نورو لوبغاړو سره د قطر ۲۰۲۲ د نړیوال جام لوبو اتلولي خپله کړي.