افغانستان

پوهنتون ته د نجونو له منع کولو سره په یو وخت، د دوو امریکايي بندیانو آزادول

دوه امریکایي بندیان د سه شنبې په ورځ د طالبانو له خوا خوشي شول. د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په وینا، یو خوشی شوی بندي ایور شیرر نومېږي.

نیویارک ټایمز لیکلي، یو آزاد شوی امریکايي فلم جوړوونکی ایور شیرر دی چې له هغې سیمې د فلم اخیستو پرمهال چې د القاعدې شبکې مشر اېمن الظواهري پکې ووژل شو، نیول شوی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د دغه هېواد شارژدافیرې، ددغو دوو امریکایانو له خوشي کېدو هرکلی کړی دی.  

دغه دوه امریکایي وګړي، د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو په  اړه ددې ډلې د لیک له خپرېدو سره په یوه خوشي شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د خپلو دوو هېوادوالو له آزادۍ په هرکلي سره، د افغان مېرمنو په وړاندې د طالبانو د محدودیتونو رامنځته کول غندلي دي.

ند پرایس ویلي: «باید په تمه شو چې د (طالبانو) دا پرېکړه له هغو ژمنو سره په ټکر کې دي چې په ځلونو او په علني ډول یې د خپلو خلکو په اړه کړې دي او دا چاره به یو لړ لګښتونه ولري.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ګمانونه چې آیا د بندیانو خوشي کول په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو د ځپلو په اړه د امریکا او لوېدیځو دولتونو د غوسې د کمولو لپاره شوی، له څه ویلو ډډه وکړه.   

له بلې خوا، د ژغورنې نړیوالې کمیټې پوهنتونونو ته د نجونو د تلو د مخنیوي لپاره د طالبانو حکم «د افغانستان د راتلونکي لپاره وېروونکی ګام» بللی دی.

د ژغورنې د نړیوالې کمیتې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: «د افغانستان راتلونکی د له منځه تلو په حال کې دی. د اقتصادي پاشلتیا په لړ کې به د افغانستان د بیارغونې لپاره هڅې په بشپړ ډول کمزورې شي. د افغانستان ډېری تحصیل کرده شخصیتونه له افغانستانه وتلي؛ په داسې حال کې چې دا هېواد د ډاکترانو، ښوونکو او ملکي کارکوونکو راتلونکي نسل ته چټکه اړتیا لري.»

طالبان نه دي بدل شوي او په ښو او بدو او نورو د دوی وېشل دورغ دي

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وایي، یو شمېر طالب جنګیالي په افغانستان کې له امتیازاتو بې برخې پاتې شوي او طالب چارواکي د دوی د رضایت لپاره دا ډول کار ګامونه پورته کوي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي زیاتوي: «د طالب مشرانو لپاره، ډېرې پيسې رسېدلې دي. کورونه یې په وزیر اکبر خان کې، موټر او هرڅه خو جنګیالیو ته یې هېڅ نه دي رسېدلي او دوی کرار کرار د طالبانو له لیکو وځي او د داعش په شان نورو ډلو په لور ورځي. په واقعیت کې هغه فرمانونه چې ورکول کېږي، ددې لپاره دي چې خپلو جنګیالیو ته ووایي، اسلامي نظام مو چې غوښتی و، اوس یې پلی کوو.»

خو یو پخوانی ديپلومات نورالله راغي په دې باور دی: «طالبان نه دي بدل شوي او په ښو او بدو د دوی وېشل دروغ دي. طالبانو په دې کار سره په نړیواله کچه او د ننه په هېواد کې له ترهګرو ډلو او خپلو متحدینو سره وفاداري وښودله.»

هغه زیاته کړه: «زما په اند د امریکايي بندیانو له خوشي کېدو سره ددې مورد تړاو دا دی چې طالبانو امریکایانو ته پیغام ولېږه چې زموږ په کورنیو مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي، موږ ستاسو ګټې په پام کې نیسو.»

لطفا افغان نجونې د خپل سیاست په ابزار بدلې نه کړي

د پوهنتون استاده سونیا نایل وایي چې له پوهنتونونو د نجونو په منع کولو سره به ټولنه وده او پرمختګ ونه کړي.

هغې زیاته کړه: «د پوهنتونونو د دروازو تړل د دې لامل کېږي چې موږ د جهالت وخت ته ستنېږو او همداراز د مډرنې او سوکاله ټولنې د له منځه تلو لامل کېږي. زموږ غوښتنه دا ده چې لطفا افغان نجونې د خپل سیاست په ابزار بدلې نه کړئ او له نړیوالې ټولنې غواړو چې د دغه راز لوبو او نامناسبو سیاستونو مخه ونه نیسي.»

کله چې طالبان د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو ترمنځ په واک کې وو، د ښځو زده کړه یې منع کړې وه.

اوس هم طالبانو ښځې پارکونو، حمامونو او سپورتي کلپونو ته له تلو منع کړې او همداراز له شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې زده کړو اجازه نه ده ورکړې.