افغانستان

طالبانو په غور کې د خلکو په مخکې د یوې ښځې په ګډون ۱۲ تنه په دُرو ووهل

غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې طالبانو دا کسان نن ماسپښین د دغه ولایت په لوبغالي کې د زرګونه تنو په حضور په دُرو وهلي دي.

یوه سرچینه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي آمو ټلویزیون ته وایي چې طالبانو دغه کسان هر یو له ۲۵ تر ۳۹ متروکې وهلي دي.

دغې سرچینې زیاته کړه: «طالبانو نن ماسپښين شپږ تنه د غلا، څلور تنه د شراب څښلو او دوه تنه نور چې یوه یې له هغوی ښځه وه له کوره د تېښتې او د اخلاقي فساد په جرم د خلکو په مخکې په دُرو ووهل.»

د غور یو اوسېدونکی عبدالاحمد چې طالبانو د محکمې په ځای کې یې حضور درلود له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې وايي، چې طالبانو د خپل حکم د پلي کولو پرمهال هېچا ته د انځور اخیستو اجازه نه ده ورکړې.

اخوا د غور د والي مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د طالبانو محکمې پر غلا تورن کسان ۳۹ متروکې او هغه کسان چې شراب یې څښلي وو له ۲۵ تر ۳۵ متروکې او هغه کسان چې پر اخلاقي فساد او له کوره پر تېښتې تورن وو له ۲۹ تر ۳۹ دُرې وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ هم د طالبانو محکمې د دوو ښځو په ګډون اووه تنه د خلکو په مخکې ۲۵ تر ۳۹ متروکې وهلي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر مامورینو چهارشنبه د لیندۍ پر څلورویشتمه نېته ۲۰ نارینه د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په لوبغالي کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر یوه مسوول د دغو ۲۰ تنو له په دُرو وهلو مخکې په لاسپیکرونو کې له خلکو وغوښتل چې د دې کسانو د په متروکو وهلو د نندارې لپاره د لښکرګاه ښار لوبغالي ته ولاړ شي.