افغانستان

سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته

نن یو ځل بیا په سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتونکو ترمنځ نښته وشوه. سرچینې وایي، نښته د يکشنبې ورځې له غرمې وروسته د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ اړوند د «سرو اوبو» په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې پاکستاني پوځيانو غوښتل د افغانستان په خاوره کې د خپلو امنیتي پوستو لپاره اغزن تار وغځوي.

د طالبانو د کندهار د والي ویاند عطاءالله زيد وایي، ډزې لومړی د پاکستاني پوځیانو له خوا شوې او بیا طالب ځواکونو ځواب ورکړی دی.

ښاغلي زيد وویل، چې نښته کې يو طالب وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، چې په ټپیانو کې درې ملکي وګړي هم شامل دي.

انځور: رویټرز

د کندهار لپاره د طالبانو د والي ویاند پاکستاني لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلي په اړه څه ونه‌ویل، خو يوه سرچینه پاکستان لوري ته د درنې مرګژوبلې خبره کوي.

پاکستاني لوري تر اوسه په سپين بولدک کې له طالبانو سره د نننۍ نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسي دا لسم ځل دی، چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه له طالبانو سره په سپين بولدک کې نښته کوي.

د دغو نښتو له امله کله کله د سپین بولدک دروازه د خلکو پرمخ تړل کېږي.

اخوا، د کندهار په سپین بولدک کې د طالبانو کمېشنر نورالباقي احمد وایي، چې سبا به د سپين بولدک – چمن دروازه د تګ راتګ لپاره پرانيستي وي، خو د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستيال انجنير عبدالباقي بینا له دغې پېښي وروسته له دواړو لوریو څخه غواړي، چې اقتصادي چارې له سياست څخه جلا وساتي.

نوموړی وایي: «زموږ سوداګر هر ځل سپين بولدک کې له دا ډول پېښو وروسته درانه زيانونه زغمي. له دواړو ښکېلو لوریو غواړو چې اقتصادي چارې د سیاسي کړکېچونو قرباني نه کړي.»

په نننۍ پېښه کې د ځاني زيان ترڅنګ سوداګرو ته هم مالي زيانونه هم اوښتي دي.

د کندهار د سپين بولدک-چمن پر دروازه هره روځ شاوخوا ۴۵ زره کسان تګ راتګ کوی، چې زيات يې سوداګر، کارګر او مسافر دي.

د یادولو وړ ده چې څه موده مخکې هم په سپين بولدک کې د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې وه او دواړو لوریو ته پکې مرګژوبله اوښتې وه. هغه وخت هم  څو ورځو لپاره دا دروازه د خلکو پرمخ تړل شوې وه.