افغانستان

کندز کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه مړه او ۲۸ ټپیان شول

د کندز د علي آباد ولسوالۍ په کیسه توبک سیمه کې د مسافروړونکي موټر د چپه کې په پېښه کې ۵ تنه مړه او ۲۸ نور ټپیان شول.

د کندز په علي آباد ولسوالۍ کې د طالبانو ځایي مسوولین وايي: «د شپې په دوو بجو، یو مسافروړونکی موټر چې له کابل څخه د کندز په لور روان و، د دې ولایت د علي آباد ولسوالۍ په کیسه توبک په سیمه کې له سړک څخه خارخ شو چې له امله یې ۵ تنه مړه او ۲۸ نور ټپیان شول.»

د یادولو وړ ده چې په مړو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د روان کال د لړم په ۲۹مه د هېواد په شمال بغلان ولایت کې د دوو جلاجلا ترافیکي پېښو په پایله کې لږترلږه ۱۱ تنه مړه او کابو ۵۰ نور ټپیان شول.

د هېواد پر لارو په وروستیو میاشتو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې دي. خراب سړکونه، د موټرو تخنیکي عوارض، د موټرچلوونکو ستوماني او بې پامي او همداراز پر موتر د دوی نه تسلط په هېواد کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه بلل کېږي.