نړۍ

ایران کې پنځه تنه پر اعدام محکوم شول

انځور: رویټرز

د ایران دولتي رسنیو د سه شنبې پر ورځ اعلان وکړ چې پنځه تنه د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران اړوند د یوه پوځي د وژلو په تور پر اعدام او یوولس تنه نور پر زندان محکوم شوي دي.

د ایرنا دولتي خبري آژانس د راپور له مخې دغه دیارلس نارینه او یو تنکی ځوان د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د یوې داوطلب ډلې اړوند او د یوه بسیج غړي روح الله عجمیان پر قتل تورن وو.

په دغه راپور کې د قضاییه قوې ویاند مسعود ستایشي د دغو تورونو د اثبات لپاره هېڅ سند نه دی وړاندې کړی.

که څه هم ایرنا د دغو ۱۶ تنو هویت نه دی څرګند کړی خو اعلان یې کړی چې د هغوی محکومیت د بیا غور وړ دی.

په دغه راپور کې راغلي چې د دغه بسیج غړي قتل د نومبر پر ۱۲ تهران ته نږدې کرج کې داسې مهال رامنځته شوی چې یوې ډلې کسانو عجمیان په چاړې او ډبرو تعقیب او پر هغه یې برید وکړ.

د ایرنا په راپور کې «بلواګرو» ته اشاره شوې ده، هغه اصطلاح چې په معمول ډول د دولت له خوا د اعتراض کوونکو او د دولت ضد لاریون ته د اشارې لپاره کارول کېږي.

دغه احکام د دولت ضد لاریونونو په لړ کې صادرېږي چې د ایران د امنیتی ځواکونو له خوا په تاوتریخوالي سره ځپل شوي دي.

تېره اونۍ ایران څلور کسان چې د اسراییل له موساد اطلاعاتي سازمان سره پر همکارۍ تورن وو، اعدام کړل. که څه هم اسلامي جمهوریت د دغو څلورو کسانو د ادعایي جرم لپاره خلکو ته هېڅ سند نه دی وړاندې کړی.

هغه اعتراضونه چې درېیمې میاشتې ته رسېږي، د حجاب د نه رعایت له امله د اخلاقي پولیسو له خوا د ۲۲ کلنې مهسا امیني له وژل کېدو سره پیل شوي وو.

د مهسا امیني د وژل کېدو پروړاندې اعتراضونه کرار کرار په تېرو ۴۳ کلونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت پروړاندې پر ترټولو سختو ننګونو بدل شوي او اعتراض کوونکي د نظام د بدلون غوښتنه کوي.