افغانستان

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست د وروستیو څرګندونو پروړاندې د پوهنتونونو استادانو غبرګون

د پوهنتونونو یو شمېر استادانو او محصلینو د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست وزیر د څرګندونو په اړه چې ویلي یې و، څوک حق نه لري له دیني عالمانو او ملایانو په پوهنتون کې ازموینه واخلي، غبرګون ښودلی او وایي، چې داسې څرګندونې د افغانستان د پوهنتونونو برخې ته سخت زیان رسوي.

دغه استادان او محصلین وایي چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست خبرې ټولو استادانو او زده‌کړیالانو ته «سپکاوی» دی.

هرات کې د فارسي ادبیاتو پوهنځي مخکینی رییس او استاد دکتور احمد غني خسروي وایي: «که په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان تحصیلي نظام ته پام وکړو، داسې کم موارد موندلای شو چې دولت، ولسمشر یا د لوړو زده‌کړو وزیر د پوهنتونونو په چارو کې لاسوهنه کړې وې؛ له همدې امله زموږ پوهنتونونو د پام وړ وده کړې وه او مخکې یې د سیمې له پوهنتونونو سره د سیالۍ وړتیا پیدا کړې وه.»

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر دوې ورځې مخکې هرات کې په یوه ناسته کې ویلي و، هر طالب چې زیات ماینونه یې ځای پر ځای او ډېرې چاودنې یې کړې وي، ډېر امتیاز لري.

د پوهنتونونو استادان وایي چې سیاسي چارواکي باید د پوهنتونونو په چارو کې لاسوهنه ونه کړي: «ټول حیران دي چې دغه کس په یوه اکاډمیک ځای کې، داسې څرګندونې کړې دي؛ ځکه دا ډول څرګندونې د افغانستان د پوهنتونونو یا اکاډمیکې برخې ته سخت زیان رسوي.»

د کابل پوهنتون یوه محصله شبنم حیدري د طالبانو د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر د خبرو په غبرګون وایي: «پوهنتونونو کې طالبانو ته دا امتیاز ورکول، د محصلینو د روحیې زیانمنولو لامل ګرځي؛ ځکه دغه ډله له سلګونه ستونزو سره هڅه کوي دولتي پوهنتونونو ته لار ومومي او داسې څرګندونې د دې لامل کېږي چې د زده‌کوونکو روحیه کمه شي او هغوی د درس ویلو انګېزه له لاسه ورکړي.»

په کابل پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهنځي محصل سمیع‌الله حق‌مل وایي چې د طالبانو د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزیر د خبرو له اورېدو یې خپله انګېزه او هیله له لاسه ورکړې ده او فکر کوي چې پر ناسمه لار تللی دی؛ ځکه د مسلکي کسانو لپاره هېڅ ځای نشته. نوموړی زیاتوي: «ډېرې هیلې مې لرلې ترڅو د خپل مسلک له لارې په راتلونکي کې خپل هېواد ته خدمت وکړم او وکولای شم یو اغېزناک کس ووسم. ژمن وم چې تر لوړې کچې زده‌کړې وکړم؛ خو وروسته د یوه ملا له خبرو چې اوس پرېکړې کوي سخت پښېمانه شوی یم، کاش ان پوهنتون مې هم نه وای ټاکلی.»

د کابل پوهنتون یو محصل عبدالاحد نواب‌زاده همداراز د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د سرپرست وزیر د څرګندونو په غبرګون وایي: «داسې هېواد کې چې د علمي رتبې د اخیستو او پوهنتون ته د لار موندې معیار ماین ته چاودنه ورکول وي، په کومه هیله ژوند وکړو؟»

نواب‌زاده زیاتوي چې راتلونکي ته هیله نه لري او د هغه په وینا، افغانستان کې مسلکي کسان هېڅ مقام او ځای نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډېری لوستو ځوانانو او د پوهنتونونو استادانو هېواد پرېښی دی او اوسمهال په پوهنتونونو کې د فارغ شویو کسانو جذب کم شوی دی.

دوې ورځې مخکې د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ملا ندا محمد ندیم ویلي و: «څوک حق نه لري چې په پوهنتونونو کې له دیني عالمانو او ملایانو ازموینه واخلي او هر څوک چې ملایانو ته سپکاوی وکړي په پوهنتون کې ځای نه لري.»

هغه همداراز زیاته کړې وه چې «پوهنتونونو کې د ډیموکراتانو لپاره ځای نشته.» د دغه طالب چارواکي توندې څرګندونې، تر اوسه له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوې دي.