افغانستان

د طالبانو د کلتور وزیر د سفر ممنوعیت د روسیې په غوښتنه لیرې شوی

Taliban’s Mawlawi Khairullah Khairkhwa

د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د روسیې په غوښتنه د لسو ورځو لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د وزیر خیرالله خیرخواه د سفر ممنوعیت لغوه کړ.

په ملګروملتونو سازمان کې یوه ډیپلوماتیکه سرچینه چې نه غواړي په دې راپور کې یې نوم واخیستل شي له آمو ټلویزیون سره په خبرو کې تایید کړه چې د ملګروملتونو سازمان امنیت شورا د مولوي خیرالله خیرخواه د سفر اجازې په تړاو د روسیې غوښتنه منلې ده.

دغه سرچینه زیاتوي چې د روسیې دا وړاندیز د شورا د غړو له کوم غبرګون سره نه و مخ شوی او له همدې امله امنیت شورا د روسیې غوښتنه منلې ده.

دغې سرچینې ټینګار وکړ: «د دې له امله چې بحثونه ډېر سیاسي دي، موارد په غیررسمي توګه وړاندې کېږي او په پای کې پاڼې ورته چمتو کېږي. د امنیت شوار یو لیک تر څېړنې لاندې راولي، که کوم مخالفت ورسره ونه شي، تاییدېږي. خو د ۱۳ تنو په تړاو چې د سفر ممنوعیت لري نوې پرېکړه نه ده، دا مورد په یوازیتوب سره شوی دی.»

له دې مخکې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله فراهي ویلي و، چې روسیې کې په یوه کلتوري ناسته کې د ګډون لپاره د خیرالله خیرخواه د سفر ممنوعیت د لسو ورځو لپاره لیرې کېږي.

د طالبانو د دغه چارواکي په وینا دا بندیز د روان لمریز کال د لیندۍ پر لسمې لیرې شوی او د لیندۍ تر ۱۹ دوام مومي.

هغه ټینګار وکړ چې د ښاغلي خیرخواه د سفر د ممنوعیت له لیرې کولو سره هغه د روسیې فډراسیون د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې قازان ښار ته د سفر اجازه ترلاسه کوي. خو نوموړي په دې ناسته کې له ګډونه ډډه کړې ده.

ښاغلي فراهي په یوه پیغام کې آمو ته په دې اړه د لا زیاتو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه. هغه لیکلي: «نه پوهېږم.»

په همدې حال کې د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي او د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند عبدالمتین قانع د آمو ټلویزیون د خبریال پرله‌پسې اړیکو ته ځواب ورنه‌کړ.

په همدې حال کې په روسیه کې د افغانستان د سفارت یوه چارواکي روسیې ته د خیرالله خیرخواه له بلل کېدو بې خبري څرګندوي او وایي، چې سفارت د روسیې له دغې غوښتنې خبر نه لري.

د سفارت دغه چارواکی چې نه غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي وايي چې ښایي یوازې د طالبانو سفیر په دې اړه خبر وي.

وموغوښتل روسیه کې د طالبانو د سفیر نصیر غروال نظر ولرو، خو له پرله‌پسې اړیکو سره سره پر دې کار بریالي نه شوو.

د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د سږ کال په اګست میاشت کې پر ښځو د محدودیتونو زیاتولو، د نجونو ښوونځیو د تړلو، د اعتراض کوونکو ښځو د نیولو او شکنجې، له بشري حقونو د سرغړونې او افغانستان کې د دوحې له هوکړه لیکه د سرغړوندې له امله د مولوی خیرالله خیرخواه او د دې ډلې د ۱۲ نورو غړو د سفر اجازه لغو کړه.

خیرالله خیرخواه، شهاب الدین دلاور، عبدالحق وثیق، نورالله نوري، عبداللطیف منصور، مولوي عبدالکبیر، ملا فاضل مظلوم، نور محمد ثاقب، دین محمد حنیف هغه ۱۳ طالب چارواکی دي چې پر سفرونو یې بندیز وغځول شو. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې له امریکا سره د خبرو د پیل لپاره د یو شمېر طالب چارواکو د سفر ممنوعیت لیرې کړی و.